کوئټه۔ 30 جولائی (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په كېچ ضلع كښی د فتنة الهندوستان ترهګرو بريد كښی د 6 بې ګناه مزدرانو د وژنې دړدېدلې پېښی په سختو ټكو غندنې كولو سره وئيلي دي بې ګناه وګړي په نخښه كوونكي عناصر د انسانيت ٬ بلوچستان او پاكستان دښمنان دي۔ وزيراعلی د غندنې خپل بيان كښې ووئيل شهيد شوي مزدوران د كوم قام ٬ ژبې …
د بلوچستان وزيراعلی كېچ كښې د 6 بې ګناه مزدورانو د وژنې پېښی غندنه وكړه

مزید خبریں
کوئټه۔ 30 جولائی (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په كېچ ضلع كښی د فتنة الهندوستان ترهګرو بريد كښی د 6 بې ګناه مزدرانو د وژنې دړدېدلې پېښی په سختو ټكو غندنې كولو سره وئيلي دي بې ګناه وګړي په نخښه كوونكي عناصر د انسانيت ٬ بلوچستان او پاكستان دښمنان دي۔ وزيراعلی د غندنې خپل بيان كښې ووئيل شهيد شوي مزدوران د كوم قام ٬ ژبې يا صوبې نه بلكې د پاكستان وګړي وو۔ ترهګرو پنجابيان نه بلكې بې ګناه پاكستانيان په نخښه كړی دي۔ ده ووئيل د افسوس وړ دې پېښې ته د قوميت رنګ وركول به د ترهګړو ناوړه عزائم قوي كولو برابر وي۔ ده ووئيل د بې ګناه وګړو وژل د بلوچ رواياتو برخه نه ده بلكې دې څخه د فتنة الهندوستان د ترهګرو د سفاك سوچ عكاسي كيږي چې مقصد يۍ بلوچستان او پاكستان كښې كركه او يره تخه خپرول دي۔ ده ووئيل د فتنة الهندوستان ترهګر د بلوچستان د پرمختګ ٬ امن او قامي يووالي دښمنان دي او رياست به د داسې عناصر او د هغوي د مرستيالو خلاف په بشپړ قوت سره كارروايۍ روانې ساتي۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې شهيدانو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركړي







