د آئي جي پي ذوالفقار حميد د هنګو دوره ٬ د شهيدانو او غازيانو كورنيو سره ملاقات

  پېښور ۔ 30 جولائی (اے پی پی) انسپکټر جنرل آف پولیس خېبر پښتونخوا ذوالفقار حمید د زيارت په ورځ د هنګو ضلعې ناڅاپي دوره وكړه۔ د سنټرل پولیس آفس پېښور وياند له مخې هغه تېره ورځ د هنګو په خزينه بانډه پوسته ترهګرو سره مقابله كښې د ژوبل شوو ځوانانو تپوس پوښتنه وكړه۔ هغه د پوليس شهيدانو كورنيو سره ملاقات هم وكړو او د هغوي د مينه والو روحونو …

 

پېښور ۔ 30 جولائی (اے پی پی) انسپکټر جنرل آف پولیس خېبر پښتونخوا ذوالفقار حمید د زيارت په ورځ د هنګو ضلعې ناڅاپي دوره وكړه۔ د سنټرل پولیس آفس پېښور وياند له مخې هغه تېره ورځ د هنګو په خزينه بانډه پوسته ترهګرو سره مقابله كښې د ژوبل شوو ځوانانو تپوس پوښتنه وكړه۔ هغه د پوليس شهيدانو كورنيو سره ملاقات هم وكړو او د هغوي د مينه والو روحونو ته ثواب رسولو له يۍ فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا د وزيراعلی خاص مرستيال طارق سعيد او چيف سېكرټري شهاب علي شاه هم ده سره وو۔ هنګو ته په رسېدو  آئي جي پي ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون ته لاړو او دغلته يۍ د ژوبل شوو پوليس ځوانانو خېرېت وپوښتلو۔ هغه روغتون كښې د ژوبل شوو خپلوانو سره هم ملاقات وكړو او د ژوبل شوو زر روغتيا له يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ آئي جي پي ژوبل شوو غازيانو ته ګلدستې وركړې او هغوي له يۍ نغد انعامونه هم وركړل۔ ده روغتون كښې طبي عملې ته خصوصي هدايات جاري كړل چې هغه د غازيانو طبي مرسته كښې كومه بې غوري ونكړي۔ وروستو آئي جي پي پاكستان هاؤس ته لاړو چرته چې هغه تېره شپه ترھګرو سره مقابله كښې د شهيدو شوو پوليس اهلكارو خپلوانو او څو ورځې وړاندې د ترهګرو لخوا د بارودي توكو چاؤدنه كښې د شهيد شوي امن كمېټۍ غړي حاجي عزت ګل كورنۍ سره ملاقات وكړو۔ ده شهيدانو لپاره د لوړو درجو دعا وكړه او د شهيدانو كورنيو ته يۍ د پوليس محكمې لخوا د هر ډول مرستې باور وركړو۔ آئي جي پي ميډيا سره خبرو كښې ووئيل پولیس تر څو ساعتو په مړانه او مهارت سره د ترهګرو مقابله كړې چې په نتيجه كښې يۍ 12 څخه تر 14 ترهګر وژلې شوي۔ ده ووئيل ترهګر به په هېڅ صورت پرې نه ښودلې شي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې په دې ناوړه بريد كښې ككړ عناصر به خپل انجام ته رسولې شي۔ آئی جی پی شهيدانو او د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوونكو لپاره د اعلی اعزازونو  سفارشات هم اعلان كړل۔ وروستو آئی جی پی ذوالفقار حمید پي ټي سي رېسټ هاوس هنګو ته لاړو چرته چې هغه د امن كمېټۍ غړو او د شهيدانو كورنيو سره ملاقات وكړو۔آئي جي پي په ضلع كښې امن بحالولو له په سيمه ايزه كچه د امن كمېټيو كردار وستائېلو۔

مزید خبریں