د شهيد پوليس اهلكار د جنازې مونځ شېخان سيمه كښې  د سركاري درناوي سره ادا كړے شو

  پېښور ۔ 30 جولائی (اے پی پی) د كوهاټ د مېړني او فرض شناس پوليس اهلكار شهيد نديم د جنازې مونځ د هغه پلرنۍ سيمه شېخانو كښې  د سركاري درناوي سره ادا كړے شو۔ د كوهاټ پوليس وياند له مخې  د جنازې مونځ كښې پوليس افسرانو ٬ د سيمې مشرانو او عامو وګړو ګډون وكړو۔ په دې موقع د اېس پي سټي خالد محمود سره د پوليس يوې چمتو …

 

پېښور ۔ 30 جولائی (اے پی پی) د كوهاټ د مېړني او فرض شناس پوليس اهلكار شهيد نديم د جنازې مونځ د هغه پلرنۍ سيمه شېخانو كښې  د سركاري درناوي سره ادا كړے شو۔ د كوهاټ پوليس وياند له مخې  د جنازې مونځ كښې پوليس افسرانو ٬ د سيمې مشرانو او عامو وګړو ګډون وكړو۔ په دې موقع د اېس پي سټي خالد محمود سره د پوليس يوې چمتو ډلې شهيد ته سلامي وكړه او د هغه په قبر يۍ د ګلونو څادر خپور كړو۔ ده شهيد لپاره د لوړو درجو خصوصي دعا وكړه۔ اېس پی سټی خالد محمود د شهيد كورنۍ سره ملاقات وكړو او هغوي سره يۍ غمرازي ښكاره كړه۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده ووئيل د هېواد او قام تحفظ لپاره د پوليس شهيدانو په قربانيو قام وياړي او دا قربانۍ به تل ياد ساتلې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې پوليس اهلكار تېره شپه هنګو ضلع كښې د ترهګرو خلاف په مړانه د جنګ كولو په مهال شهيد شوے و

مزید خبریں