د فتنة الهندوستان سفاكيت ٬ تربت څخه تخښتولې شوي 6 مزدوران په بې دردۍ سره شهيدان كړے شول

  کوئټه۔30جولائی(اے پی پی) د بلوچستان په كېچ ناصر آباد سيمه كښې غېر مقامي مزدوران يو وارې بيا د فتنة الهندوستان  بربريت ښكار شول ، تربت څخه تخښتولې شوي 6 غېر مقامي مسافر مزدوران په بېدردۍ سره شهيدان كړے شول۔ سفاک ترهګرو نن تخښتولې شوي ټول 6 مزودران په بېدردۍ سره شهيدان كړي ۔ په شهيدو كړے شوو مزدورانو كښې 4  د پنجاب او 2  د خېبر پښتونخوا سره تعلق …

 

کوئټه۔30جولائی(اے پی پی) د بلوچستان په كېچ ناصر آباد سيمه كښې غېر مقامي مزدوران يو وارې بيا د فتنة الهندوستان  بربريت ښكار شول ، تربت څخه تخښتولې شوي 6 غېر مقامي مسافر مزدوران په بېدردۍ سره شهيدان كړے شول۔ سفاک ترهګرو نن تخښتولې شوي ټول 6 مزودران په بېدردۍ سره شهيدان كړي ۔ په شهيدو كړے شوو مزدورانو كښې 4  د پنجاب او 2  د خېبر پښتونخوا سره تعلق لرلو ۔ دې نه ځانله څو ورځې وړاندې د بلوچستان په ماشكېل سيمه كښی هم 5 غېر مقامي مزدوران شهيدان كړې شوي وو۔ دې ټولو مزدورانو په بلوچستان كښې په پرمختيائي منصوبو كښې په مظدورۍ كولو  د سيمې په پرمختګ كښې كردار ترسره كولو۔ د پوهانو له مخې ترهګرو نه يوازې مزدوران په بې رحمۍ سره ووژل بلكې د هغوي قيمتي ځانونه يې ضائع كړل او د بلوچستان په پرمختګ او د اولس په روزګار يۍ هم بريد وكړو۔ دا پیښه يو وارې بيا دا ثابتوي چې د فتنة الهندوستان ترهګر د تش لاسي مزدورانو ٬ عامو وګړو او د بلوچستان  امن او پرمختګ دښمنان دي۔ د فتنة الهندوستان ترهګر د امنيتي ځواكونو د كارروائيو په وړاندې په ماتې خوړولو اوس تش لاس بې ګناه وګړي په نخښه كوي

مزید خبریں