د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی هنګو كښې د پوليس په پوسته د ترهه ګرو د بريد نوټس واغست ٬ د پیښې په سختو ټكو غندنه

  پېښور30 جولائی(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي هنګو ضلع كښې تېره شپه په پوليس پوسته د ترهه ګرو د بريد په سختو ټكو  غندنې كولو سره د خېبرپښتونخوا پوليس آئي جي څخه د پېښې رپورټ وغوښتلو۔د خېبرپښتوتخوا وزيراعلٰی هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی بريد كښې شهيد شوي ډي ايس پي او پوليس اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي كورنۍ سره د …

 

پېښور30 جولائی(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي هنګو ضلع كښې تېره شپه په پوليس پوسته د ترهه ګرو د بريد په سختو ټكو  غندنې كولو سره د خېبرپښتونخوا پوليس آئي جي څخه د پېښې رپورټ وغوښتلو۔د خېبرپښتوتخوا وزيراعلٰی هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی بريد كښې شهيد شوي ډي ايس پي او پوليس اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي كورنۍ سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ده ژوبل شوو اهلكارو ته ښې طبي آسانۍ د باوري كولو هدايت هم وكړو ۔وزيراعلٰی ووئيل د شهيدانو كورنيو ته به هر ممكن مرسته وركولې شي۔د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خېبرپښتونخوا پوليس لازواله قربانۍ نه هېرېدونكې دي او ټول قام دې بهادر ځوانانو ته سلام كوي۔امن د حكومت وړومبې پام لرنه  ده ۔د پوليس قربانۍ به بېځايه نه ځي۔د ترهه ګرۍ په ضد ټول قام يو موټے دے او ترهه ګر به خپل انجام ته رسولې شي۔وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي د شهيدانو لوړو درجو٬غم جنو كورنيو لپاره د زغم او ژوبل شوو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه

مزید خبریں