اېن ډي اېم اے 29 جولائي نه تر 5 اګست ګرد هېواد كښې د پشكال بارانونو الرټ جاري كړو

  پېښور 29 جولائي (اے پي پي) نيشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ (اين ډي ايم اے) 29 جولائي نه تر 5 اګست ګرد هېواد كښې د پشكال بارانونو په اړه الرټ جاري كړې۔ د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې خېبر پښتونخوا كښې 29 جولائي نه تر 5 اګست د پشكال بارانونو پېشګوئي شوې ده۔ د پي ډي اېم اے خېبر پښتونخوا وياند له مخې ادارې د ټولو ضلعو …

 

پېښور 29 جولائي (اے پي پي) نيشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ (اين ډي ايم اے) 29 جولائي نه تر 5 اګست ګرد هېواد كښې د پشكال بارانونو په اړه الرټ جاري كړې۔ د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې خېبر پښتونخوا كښې 29 جولائي نه تر 5 اګست د پشكال بارانونو پېشګوئي شوې ده۔ د پي ډي اېم اے خېبر پښتونخوا وياند له مخې ادارې د ټولو ضلعو انتظاميې ته د پېشګي حفاظتي اقداماتو امر كړے دے۔ د وياند له مخې 29 جولائي نه د پشكال هواګانې به برا او منځنۍ سيمې متاثره كوي۔ وياند زياته كړه چې د اګست وړومبۍ نېټې څخه د لوئيديزو هواګانو لړۍ كښې د شدت رامخې  ته كېدو امكان دے۔ د وياند له مخې د صوبې په بره ضلعو چترال، دير، سوات، شانګله، بټګرام، مانسهره او کوهستان كښې د لېنډ سلائنډنګ اندېښنه ده٬ او په بره ضلعو كښې په خوړونو كښې د سېلاب هم خطر دے٬ د صوبې په منځنو او مېداني سيمو سوات، اېبټ آباد، پېښور، چارسده، مردان، صوابۍ او نوښار كښې د اربن فلډنګ اندېښنه ده۔ د پي ډي اېم اے وياند له مخې د پشكال بارانونو په مهال دې غره ايزو سيمو كښې ټرېکنګ، هائېکنګ او کېمپنګ څخه ډډه وكړې شي۔ وياند ووئيل چې د پي ډي ايم اے ايمرجنسي اپريشن سنټر په بشپړه توګه فعال دے او اولس په هنګامي صورتحال كښې د پي ډي ايم اے په ټول فري هيلپ لائن 1700 رابطه كولې شي۔ د اېن ډي اېم اے له مخې د ګلګت بلتستان په هنزه، نګر، ګلګت، غذر، تانګير، داريل، ديامر، ګانچھے، شګر، روندو، سکردو، استور او ګپس ياسين ضلعو كښې په دريابونو٬ خوړونو او ګليشيائي سيمو كښې د اوبو جريان كښې د ناڅاپي اضافې امكان دے ٬ د خېبر پښتونخوا په چترال، دير، سوات، شانګله، کوهستان، مانسهره، ايبټ آباد، هري پور، نوښار، چارسده، مردان، صوابۍ، بنو، لکي مروت، کرم، شمالي و سوئيلي وزيرستان، ټانک، ډي آئي خان، باجوړ، مومند، خېبر، اورکزئي، کوهاټ، کرك او د هنګو ضلعو په ځائي خوړونو او د غرونو په باراني خوړونو كښې سېلاب متوقع دے٬ د دې نه علاوه په آزاد جمو و کشمير٬ ګرد بلوچستان  او مېنځني٬ او سوئيلي پنجاب سره سره  په پېنډۍ او اسلام آباد كښې هم سېلابي صورتحال او كوزو سيمو كښې د اوبو راتلو اندېښنه ده۔

مزید خبریں