حيدرآباد 29 جولائي (اے پي پي) د سندھ ګورنر سيد محمد نهال هاشمي په هالا شريف كښې د حضرت غوث الحق مخدوم نوح سرورؒ دربار ته حاضري وكړه، په دې موقع ګورنر په مزار د ګلونو څادر خپرولو سره فاتحه خواني وكړه۔ د دې نه وروسته ده د هېواد سلامتيا، پرمختګ او خوشحالۍ لپاره خاص دعاګانے هم وكړې۔ په دې موقع ګورنر ميډيا سره خبرو كښې ووئيل په هالا …
د سندھ ګورنر په هالا شريف كښې د حضرت غوث الحق مخدوم نوح سرورؒ دربار ته حاضري، د امن او مينې پېغام په عام كولو زور

مزید خبریں
حيدرآباد 29 جولائي (اے پي پي) د سندھ ګورنر سيد محمد نهال هاشمي په هالا شريف كښې د حضرت غوث الحق مخدوم نوح سرورؒ دربار ته حاضري وكړه، په دې موقع ګورنر په مزار د ګلونو څادر خپرولو سره فاتحه خواني وكړه۔ د دې نه وروسته ده د هېواد سلامتيا، پرمختګ او خوشحالۍ لپاره خاص دعاګانے هم وكړې۔ په دې موقع ګورنر ميډيا سره خبرو كښې ووئيل په هالا كښې د مخدوم نوح سرورؒ مزار حاضري ما لپاره د سعادت خبره ده۔ ده وويل چې صوفياﺀ کرامو تل د مينې ، ورورولۍ ، روادارۍ او امن درس وركړے دے۔ ده ووئيل چې په موجوده دور كښې به مونږ له د صوفياﺀ کرامو د امن، مينې او ورورلۍ پېغام عام كولو وي دغسې چې په ټولنه كښې زغم ، همغږي او ورورولي وده ومومي۔ ده ووئيل چې د عرس په دستورو ٬ کلچرل وېلېج او نور كلتوري پروګرامونو كښې به هم ګډون كولې شي۔په دې موقع صوبائي وزير ذوالفقار علي شاه د پنجاب ګورنر سردار سليم حيدر په عرس كښې ګډون د بېن الصوبائي همغږۍ او صوفي كلتور سره د مېنې څرګندونه ګرځولو سره د دوي مننه وكړه











