كوئټه 28 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز د قائد اعظم لائبريري كوئټه زده كوونكو د شكايت فوري نوټس اخستلو سره هغوي چيف منسټر سېكرټرېټ ته راوبلل او ورسره يۍ تفصيلي ملاقات وكړو۔ د هغوي مسئلې٬ وړاندېزونه او ضرورتونه يۍ په غور سره واورېدل او په موقع يۍ ګڼ شمېر مهمې پريكړې كولو سره په دې عملدرآمد لپاره يۍ اړوند چارواكو ته هدايات جاري كړل۔ په دې …
قائد اعظم لائبریری کوئټه به د پاکستان مثالی او عصري كتابتون جوړو: وزیر اعلیٰ بلوچستان

مزید خبریں
كوئټه 28 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز د قائد اعظم لائبريري كوئټه زده كوونكو د شكايت فوري نوټس اخستلو سره هغوي چيف منسټر سېكرټرېټ ته راوبلل او ورسره يۍ تفصيلي ملاقات وكړو۔ د هغوي مسئلې٬ وړاندېزونه او ضرورتونه يۍ په غور سره واورېدل او په موقع يۍ ګڼ شمېر مهمې پريكړې كولو سره په دې عملدرآمد لپاره يۍ اړوند چارواكو ته هدايات جاري كړل۔ په دې موقع د بلوچستان وزيراعلی قائداعظم لائبريري كوئټه د پاكستان مثالي او عصري لائبريري جوړولو اعلان كولو سره ووئيل چې راتلونكې درې مياشتو كښې دننه به دا اداره عصري غوښتنو سره هم آهنګ كولے شي۔ ده هدايت وكړو چې قائد اعظم لائبريري كښې دې نوے ډيجيټل لېب جوړ كړے شي٬ د بېلو څانګو د نوي اېډيشن معياري كتابونه دې راوړلې شي او كولنګ او سولر سسټم دې په سمدستي توګه بحال كړے شي دغسې چې زده كوونكو ته بهترين تعليمي او مطالعاتي ماحول ترلاسه شي۔ مير سرفراز بګټي ووئيل د بلوچستان حكومت ځوانان د خپل پرمختيائي پالېسو محور ګڼي او د هغوي رايې ٬ وړاندېزونه او مسئلې نيغ په نيغه اورېدل د حكومت ذمه واري ده۔ ده ووئيل د ځوانانو او رياست ترمينځه به باور او تړون لا قوي كولې شي دغسې چې د يو بااعتماد٬صلاحيت لرونكې او پرمختللې ټولنې بنياد كېښودلې شي۔وزيراعلی ووئيل چې تعليم٬تحقيق٬مطالعه او عصري علومو ته لاس رسي د ځوانانو بنيادي حق دے كوم لپاره چې حكومت عملي اقدامات كوي۔









