پېښور 28 جولائي (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې 29 جولائي نه تر 5 اګست د پشكال بارانونو پېشګوئي شوې ده۔ د پي ډي اېم اے خېبر پښتونخوا وياند له مخې ادارې د ټولو ضلعو انتظاميې ته د پېشګي حفاظتي اقداماتو امر كړے دے۔ د وياند له مخې 29 جولائي نه د پشكال هواګانې به برا او منځنۍ سيمې متاثره كوي۔ وياند زياته كړه چې د اګست وړومبۍ نېټې …
په خېبر پښتونخوا كښی 29 جولائي نه تر 5 اګست د پشكال بارانونو پېشګوئي شوې ده: پي ډي اېم اے
پېښور 28 جولائي (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې 29 جولائي نه تر 5 اګست د پشكال بارانونو پېشګوئي شوې ده۔ د پي ډي اېم اے خېبر پښتونخوا وياند له مخې ادارې د ټولو ضلعو انتظاميې ته د پېشګي حفاظتي اقداماتو امر كړے دے۔ د وياند له مخې 29 جولائي نه د پشكال هواګانې به برا او منځنۍ سيمې متاثره كوي۔ وياند زياته كړه چې د اګست وړومبۍ نېټې څخه د لويديزو هواګانو لړۍ كښې د شدت رامخې ته كېدو امكان دے۔ د وياند له مخې د صوبې په بره ضلعو چترال، دير، سوات، شانګله، بټګرام، مانسهره او کوهستان كښې د لېنډ سلائنډنګ اندېښنه ده٬ او په بره ضلعو كښې په خوړونو كښې د سېلاب هم خطر دے٬ د صوبې په منځنو او مېداني سيمو سوات، اېبټ آباد، پېښور، چارسده، مردان، صوابۍ او نوښار كښې د اربن فلډنګ اندېښنه ده۔ د پي ډي اېم اے وياند له مخې د پشكال بارانونو په مهال دې غره ايزو سيمو كښې ټرېکنګ، هائېکنګ او کېمپنګ څخه ډډه وكړې شي۔ وياند ووئيل چې د پي ډي ايم اے ايمرجنسي اپريشن سنټر په بشپړه توګه فعال دے او اولس په هنګامي صورتحال كښې د پي ډي ايم اے په ټول فري هيلپ لائن 1700 رابطه كولې شي











