پېښور24 جولائي (اے پي پي) بنو پوليس او امنيتي ځواكونو د تلګئي په غرئيزه سيمه كښې شريك آپريشن كښې 4 ترهه ګر وژلي او 5 شكمن كسان يې نيولي دي ٬ دغسې د ډزو په تبادله كښې دوه پوليس اهلكار ژوبل شوي۔ د بنو پوليس وياند له مخې د بنو ډي پي او كپيټن (ر)محمد فرقان بلال په مشرۍ كښې سب ډويژن وزير تلګئي غرئيزه سيمه كښې په استخباراتي …
بنو پوليس او امنيتي ځواكونو د تلګئي په غرئيزه سيمه كښې آپريشن٬ 4 ترهه ګر مړه٬ 5 شكمن كسان ونيولے شول
پېښور24 جولائي (اے پي پي) بنو پوليس او امنيتي ځواكونو د تلګئي په غرئيزه سيمه كښې شريك آپريشن كښې 4 ترهه ګر وژلي او 5 شكمن كسان يې نيولي دي ٬ دغسې د ډزو په تبادله كښې دوه پوليس اهلكار ژوبل شوي۔ د بنو پوليس وياند له مخې د بنو ډي پي او كپيټن (ر)محمد فرقان بلال په مشرۍ كښې سب ډويژن وزير تلګئي غرئيزه سيمه كښې په استخباراتي اطلاع بنو پوليس٬د ترهه ګرۍ مخ نيوي محكمې(سي ټي ډي)او امنيتي ځواكونو شريك آپرېشن كړے ۔آپريشن كښې د سي ټي ډي ايس پي فضل واحمد خان٬رورل ايس پي اسد علي شاه٬ډسټركټ پوليس٬آر آر ايف سكواډ٬سي ټي ډي او د سكيورټي فورسز ځوانانو برخه اخستلې۔د آپريشن په مهال د فتنه الخوارج ترهه ګرو په امنيتي ځواكونو ډزې وكړي چې په ځواب كښې يې ځواكونو په جرات او پيشه وره مهارت بشپړه كاروائي وكړه او نزدې تر 7 ساعته روان آپريشن په نتيجه كښې يې څلور ترهه ګر ووژل او پنځه شكمن كسان يې ونيول ۔ د كاروائۍ نه پس د دوو ترهه ګرو مړي برآمد شوي او تښتېدونكو ترهه ګرو د خپلو دوو ملګرو مړي د ځان سره وړي دي۔وژلے شوو ترهه ګرو څخه دوه كلاشنكوف٬يو رائفل او نوره وسله او سامان برآمد شوے ۔ د آپريشن په مهال د بسيه خيل تهاڼې ايس ايچ او راشد خان او كانسټيبل واجد خان معمولي ژوبل شوي كوم چې په سمدستي توګه طبي مرستې لپاره روغتون ته منتقل كړے شوي دي ۔ د دواړو اهلكارو حالت د خطر څخه بهر وئېلي كيږي۔سيمه كښې سرچ اينډ كليئرنس آپريشن روان دے دغسې چې د كومې هم ممكنه خطرې خاتمه باوري كړې شي او سيمه هر لحاظ سره محفوظ كړې شي










