د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی د بارانونو او سيلاب څخه ځپلو سيمو كښې سمدستي  د مرستې او بحالۍ كارونو ګرڼدي كولو هدايت

  ګلګت 23  جولائي (اے پي پي)د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی امجد حسين اوسني  د بارانونو٬ګليشيئرز ويلې كېدو او سيلاب له امله ځپلو سيمو كښې سمدستي  د مرستې او بحالۍ كارونو ګړندي كولو   امر كړے دے۔ده بيان كښې ټولو اړوندو محكمو او ضلعې انتظاميې ته  د 24 ساعته چمتو پاتې كېدو  امر وكړو دغسې چې د اولس د ځان او مال تحفظ باوري كړے شي۔وزيراعلٰی د خوراك او صحت محكمې ته …

 

ګلګت 23  جولائي (اے پي پي)د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی امجد حسين اوسني  د بارانونو٬ګليشيئرز ويلې كېدو او سيلاب له امله ځپلو سيمو كښې سمدستي  د مرستې او بحالۍ كارونو ګړندي كولو   امر كړے دے۔ده بيان كښې ټولو اړوندو محكمو او ضلعې انتظاميې ته  د 24 ساعته چمتو پاتې كېدو  امر وكړو دغسې چې د اولس د ځان او مال تحفظ باوري كړے شي۔وزيراعلٰی د خوراك او صحت محكمې ته هدايت وكړو چې ځپليو سيمو كښې راشن٬ د څښكلو پاكې اوبه ٬خيمې٬داروګان او نور ضروري څيزونه  د كوم تعطل نه غېر وركول باوري كړئ۔وزيراعلٰی ووئيل  حكومت به اولس په دې سخت وخت كښې يوازې نه پرېږدي۔د ټولو ترلاسه وسائلو په كارولو به د ځپلو بحالي او هر ممكنه مرسته باوري كولې شي۔وزيراعلٰ اړوند كمشنرانو او ډپټي كمشنرانو ته هدايت وكړو چې هغوي د خپل فيلډ صورتحال جاج واخلي او د مرستې هلو ځلو څارنې رپورټ د هرې ورځې په بنياد چيف منسټر سېيكرټرېټ ته وليږي۔

مزید خبریں