اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي هنګو كښې په قبائېلي لارښود او د امن كمېټۍ په غړي حاجي عزت ګل د بريد سخته غندنه وكړه ۔د شورو په ورځ د وزيراعلٰی هاؤس وياند له مخې وزيراعلٰی د حاجي عزت ګل په شهادت د غم دړد څرګندونه او غم جنې كورنۍ سره غمرازي او د يووالي څرګندونه وكړه ۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا …
د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی هنګو كښې په قبائېلي لارښود حاجي عزت ګل د بريد سخته غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي هنګو كښې په قبائېلي لارښود او د امن كمېټۍ په غړي حاجي عزت ګل د بريد سخته غندنه وكړه ۔د شورو په ورځ د وزيراعلٰی هاؤس وياند له مخې وزيراعلٰی د حاجي عزت ګل په شهادت د غم دړد څرګندونه او غم جنې كورنۍ سره غمرازي او د يووالي څرګندونه وكړه ۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي ووئيل په قبائېلي لارښود بريد د امن٬استحكام او په قبائېلي روايات بريد دے٬د دې بزدلانه كاروائي چې څومره هم غندنه وشي لږه ده۔وزيراعلٰی محمد سهيل آفريدي د شهيد حاجي عزت ګل كورنۍ لپاره د شهيد پېكج وركولو اعلان سره ووئېل د شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬د امن قيام لپاره به هر ممكن اقدامات روان ساتلې شي۔










