پېښور 22 جولائي (اے پي پي) د امن سفير شهيد حاجي عزت ګل د جنازې مونځ د اوركزئۍ ضلعې په هېډكوارټرز كښې د سرکاري درناوي سره ادا كړے شو۔ د هنګو پوليس وياند له مخې د جنازې په مونځ كښې د کوهاټ کمشنر معتصم بالله شاه، د ټل سکاؤټس کمانډنټ بريګيډيئر عالمګير خان، د هنګو ډپټي کمشنر بصير علي رحمان، ډي پي او هنګو طارق حبيب خان، ډي پي …
د امن سفير شهيد حاجي عزت ګل د جنازې مونځ اوركزئۍ هېډكوارټرز كښې د سرکاري درناوي سره ادا كړے شو

مزید خبریں
پېښور 22 جولائي (اے پي پي) د امن سفير شهيد حاجي عزت ګل د جنازې مونځ د اوركزئۍ ضلعې په هېډكوارټرز كښې د سرکاري درناوي سره ادا كړے شو۔ د هنګو پوليس وياند له مخې د جنازې په مونځ كښې د کوهاټ کمشنر معتصم بالله شاه، د ټل سکاؤټس کمانډنټ بريګيډيئر عالمګير خان، د هنګو ډپټي کمشنر بصير علي رحمان، ډي پي او هنګو طارق حبيب خان، ډي پي او اورکزئي شوکت علي خان پشمول پوليس٬ سول افسرانو٬ سياسي او سماجي شخصيات په لويه شمېره ګډون وكړو ۔ په دې موقع اعليٰ چارواكو او نورو افسرانو په شهيد د ګلونو څادرونه وغوړول او شهيد ته ئې د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د يادونې وړ ده چې تېره ورځ په ضلع هنګو كښې د فتنه الخوارجو لخوا د نصب كړي آئي اي ډي چاٶدنه كښې حاجي عزت ګل شهید شوے ٶ










