د خېبرپښتونخوا حکومت تر سېوري لاندې د پاکستان غر سر كوونكو د پھاګرام پاس چترال نه تر ګولين ټريک په کاميابۍ سره سر كړو

  پېښور 22 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حکومت تر سېوري لاندې د پاکستان غر سر كوونكو د پھاګرام پاس چترال نه تر ګولين ټريک په کاميابۍ سره سر كړے ۔ د خېبرپښتونخوا کلچر اينډ ټورازم اتھارټۍ له مخې د صوبائي کلچر اينډ ټورازم اتھارټۍ په مرسته د پاکستان کوه پيماؤ/ ټريکرز پشمول ډلې د هندوکش په غرونو كښې يو نوےے تاريخ رقم كولو سره د پھاګرام پاس نه …

 

پېښور 22 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حکومت تر سېوري لاندې د پاکستان غر سر كوونكو د پھاګرام پاس چترال نه تر ګولين ټريک په کاميابۍ سره سر كړے ۔ د خېبرپښتونخوا کلچر اينډ ټورازم اتھارټۍ له مخې د صوبائي کلچر اينډ ټورازم اتھارټۍ په مرسته د پاکستان کوه پيماؤ/ ټريکرز پشمول ډلې د هندوکش په غرونو كښې يو نوےے تاريخ رقم كولو سره د پھاګرام پاس نه تر ګولين ټريکنګ سر كولو سره د (5050 ميټره) تر لوړې غونډۍ رسنه ترلاسه كړې٬ دا اعزاز ترلاسه كونكې وړومبۍ پاكستانۍ ډله ده چې پكښې په وړومبي ځل مېرمنو هم ذكر شوې غونډۍ سر كړې دي٬ دا کاميابي د خېبرپښتونخوا کلچر اينډ ټورازم اتھارټۍ د ھغه وژن برخه ده چې له مخې ئې د صوبې لرې پرتو غرئيزو لارو بيا  لټولو  سره دا محفوظ، تل پاتې او د ذمه واره ايډونچر ټورازم ودې لپاره په نړيواله كچه معارفي كول دي۔ د غونډۍ په سر كونكې ډله كښې کامران خان (د ټولو نه وړومبۍ غونډۍ ته رسېدونكے) او  مهروش اختر، ثمر خان، نعمان خان، نورالرحمان، ذوهيب خان، عمر خطاب شيراني، سونيا بابر، آمنه شبير، مديحه سيد شاملې وې۔ په دې كښې مهروش اختر، سميل روز او مدھو شالا اختر چترال سره تعلق لرونكې خوېندې دي چا چې د پھاګرام پاس غونډۍ سر كړه ٬ دا كاميابي د ايډونچر ټورازم او په کوه پيمائي كښې د ځائي مېرمنو د زيات شوي كردار روښانه مثال دے

مزید خبریں