ډېره مراد جمالي۔21 جوږائي (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي مركزي لارښود ٬ پخواني صوبائي صدر او پخواني د سائنس اېنډ ټېكنالوجي وزير مير چنګېز خان جمالي هېواد كښې د امن راوستو ٬ د ترهه ګرۍ خاتمې او د پاكستان د نظرياتي و جغرافيائي سرحدونو تحفظ لپاره د پاكستان وسله وال پوځ د قانون نافذ كوونكو ادارو او د امنيتي ځواكونو زوال نه لرونكو قربانيو ته په زړه …
د ترهه ګرۍ خلاف د شهدا قربانۍ د قام روښانه سرمايه ده ٬ مير چنګېز خان جمالي

مزید خبریں
ډېره مراد جمالي۔21 جوږائي (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي مركزي لارښود ٬ پخواني صوبائي صدر او پخواني د سائنس اېنډ ټېكنالوجي وزير مير چنګېز خان جمالي هېواد كښې د امن راوستو ٬ د ترهه ګرۍ خاتمې او د پاكستان د نظرياتي و جغرافيائي سرحدونو تحفظ لپاره د پاكستان وسله وال پوځ د قانون نافذ كوونكو ادارو او د امنيتي ځواكونو زوال نه لرونكو قربانيو ته په زړه پورې پېرزرئنې وړاندې كړې دي۔ ده ووئېل د پاكستان مېړنے پوځ ٬ پوليس ٬ رېنجرز ٬ ايف سي او نورو د قانون نافذ كوونكو ادارو افسرانو او ځوانانو د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو د ګران هبېاد نه د ترهه ګړۍ ناسور ختمولو كښې تاريخي كردار ادا كړے دے۔ د شهدا سترې قربانۍ به عمر له د قام لپاره د لارې مشال وي او كله به هم هېرې نه كړې شي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان پيپلز پارټي به عمر له د قامي سلامتيا ٬ امن ٬ استحكام او د ترهه ګرۍ مكمل خاتمې لپاره د ريساتي ادارو سره ولاړه وي او د شهدا قربانۍ به عمر له په عزت او احترام سره يادې ساتي۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ګران هېواد پاكستان د امن ٬ ترقۍ او خوشحالۍ مركز لري او زموڼږ مېړني ساتندويه دې پخپل حفظ و امان كښې لري۔










