پېښور21 جولائی(اے پی پی)هنګو كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد د مقابلې په مهال په نره جنګ كولو كښې ژوبل شوے پوليس اهلكار ابراهيم د زخمونو د لاسه د كوهاټ په سي ايم ايچ كښې شهيد شو۔د كوهاټ پوليس وياند له مخې د شهيد د جنازې مونځ د كوهاټ په پوليس لائن كښې د سركاري اعزاز سره ادا كړے شو چې پكښې سول او عسكري٬پوليس چارواكو٬ د …
هنګو٬ د شهيد شوي پوليس اهلكار ابراهيم د جنازې مونځ د سركاري درناوي سره ادا كړے شو

مزید خبریں
پېښور21 جولائی(اے پی پی)هنګو كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو په ضد د مقابلې په مهال په نره جنګ كولو كښې ژوبل شوے پوليس اهلكار ابراهيم د زخمونو د لاسه د كوهاټ په سي ايم ايچ كښې شهيد شو۔د كوهاټ پوليس وياند له مخې د شهيد د جنازې مونځ د كوهاټ په پوليس لائن كښې د سركاري اعزاز سره ادا كړے شو چې پكښې سول او عسكري٬پوليس چارواكو٬ د شهيد كورنۍ او خپلوانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔په دې موقع د پوليس چټك ډلې شهيد ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو او اعلٰی چارواكو د شهيد په تابوت د ګلونو څادر خپور كړو او د شهيد لوړو درجو٬بخښنې او كورنۍ لپاره يې د زغم دعا وكړه۔











