کوئټه۔ 21 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان پراونشل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي او د نیشنل هائي ویز اینډ موټروے پولیس تر مينځه د پشكال کنټي جنسی پلان 2026 تر مخه په قامي سترو لارو د هنګامي صورتحال په مؤثر ډول مقابلې له مرسته او رابطه لا مضبوطولو ته اتفاق راغلے دے ۔ په دې لړ كښې د پي ډي ایم اے بلوچستان ډائریکټر پلاننګ اینډ کوآرډینیشن و ریسکیو 1122، نوید …
پشكال كښې په قامي سترو لارو هنګامي غبرګون ښه كولو لپاره پي ډي ایم اے او د موټروے پولیس ترمينځه مرستې زياتولو ته اتفاق

مزید خبریں
کوئټه۔ 21 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان پراونشل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټي او د نیشنل هائي ویز اینډ موټروے پولیس تر مينځه د پشكال کنټي جنسی پلان 2026 تر مخه په قامي سترو لارو د هنګامي صورتحال په مؤثر ډول مقابلې له مرسته او رابطه لا مضبوطولو ته اتفاق راغلے دے ۔ په دې لړ كښې د پي ډي ایم اے بلوچستان ډائریکټر پلاننګ اینډ کوآرډینیشن و ریسکیو 1122، نوید احمد او د نیشنل هائي ویز اینډ موټروے پولیس ډي آئي جي و زونل کمانډر ډاکټر قریش خان تر مينځه يوه غونډه وشوه۔ غونډه كښې د پي ډي ایم اے پروونشل ایمرجنسي آپریشنز سینټر (PEOC) او د موټروے پولیس کنټرول اینډ کمانډ روم تر مينځه د مؤثره رابطې، په وخت معلومات وركولو ، كوټلو هنګامي کارروائیو او پشكال كښې په قامي سترو لارو د رامخې ته كېدونكو پیښو د مقابلې د لارو چارو جاج واغستلے شو ۔ګډون كوونكو په دې خبره زور راوړو چې د موټروے پولیس د پوستو، غوره كړو فوکل پرسنز او موبائل پټرولنګ افسرانو د لارې د سړکونو صورتحال، د ټریفک د روانۍ ، بندېدو او ناڅاپي پیښو په اړه معلومات بايد سمدستي شیئر کرې شي دغسې چې په وخت د مرستې هېل ځلې ممکن شي او د مسافرو حفاظت باوري كړے شي











