رېسكيو 1122  د نوښار په جهانګيري سټاپ سېلابي اوبو كښې ګېر شوي 14 ګاډي خوندي ځايونو ته منتقل كړل

  پشاور۔ 21 جولائی (اے پی پی) رېسكيو 1122  د نوښار په جهانګيري سټاپ سېلابي اوبو كښې ګېر 14 ګاډي خوندي ځايونو ته منتقل كړې دي۔ د ریسکیو 1122 نوښار له مخې په جهانګيري سټاب فضل برګر مقام ته نزدې د اربن فلډ له امله 14 ګاډي په سېلابي اوبو كښې ګېر شوي وو۔ د اطلاع په ترلاسه كېدو د رېسکیو 1122 نوښار ډلې رېكوري وھيكلز سره موقعې ته ورسېدې …

 

پشاور۔ 21 جولائی (اے پی پی) رېسكيو 1122  د نوښار په جهانګيري سټاپ سېلابي اوبو كښې ګېر 14 ګاډي خوندي ځايونو ته منتقل كړې دي۔ د ریسکیو 1122 نوښار له مخې په جهانګيري سټاب فضل برګر مقام ته نزدې د اربن فلډ له امله 14 ګاډي په سېلابي اوبو كښې ګېر شوي وو۔ د اطلاع په ترلاسه كېدو د رېسکیو 1122 نوښار ډلې رېكوري وھيكلز سره موقعې ته ورسېدې او د پېشه وره مهارت د لارې يۍ ټول ګاډي خوندي ځاې ته منتقل كړل۔ ریسکیو 1122  وګړو ته خواست كړے چې هغوي د سخت باران په مهال سېلابي اوبو كښې له تللو څخه ډډه وكړي او په كوم هم بېړني حالت كښې 1122 سره سمدستي رابطه وكړي

مزید خبریں