کوئټه ۔ 20 جولائی (اے پي پي) د بلوجستان ګورنر جعفرخان مندوخیل وئېلي دي بلوچستان ته د پیښو پیچلو چیلنجونو مخ نيوي لپاره كوټلو ګامونو او تل پاتي حل ته اړتيا ده، د هېواد معاشي سباون د بلوچستان امن، استحکام او پرمختګ سره تړلے دے ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د جماعت اسلامي پاکستان نائب امیر لیاقت بلوچ او صوبائي امیر او د صوبائي …
د بلوچستان ګورنر سره د جماعت اسلامي نائب امیر لیاقت بلوچ ملاقات

مزید خبریں
کوئټه ۔ 20 جولائی (اے پي پي) د بلوجستان ګورنر جعفرخان مندوخیل وئېلي دي بلوچستان ته د پیښو پیچلو چیلنجونو مخ نيوي لپاره كوټلو ګامونو او تل پاتي حل ته اړتيا ده، د هېواد معاشي سباون د بلوچستان امن، استحکام او پرمختګ سره تړلے دے ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د جماعت اسلامي پاکستان نائب امیر لیاقت بلوچ او صوبائي امیر او د صوبائي اسمبلۍ غړي مولانا هدایت الرحمان سره په ګورنر هاؤس کوئټه كښې ملاقات كښې وكړه ۔ ده ووئېل لګه څنګه چې د امن نه بغیر ترقي نشي راتللې دغسې د سماجي انصاف او اولسي باور نه غیر امن قائم نشي پاتي كېدې ۔ ګورنر مندوخیل ووئېل پالیسي سازي او د فیصله سازۍ په عمل كښې د ځوانانو شمولیت باوري كول ډېر ضروري دے ٬ دغسې چې ځوانان د پاکستان ترقۍ و خوشحالۍ كښې فعاله شراکت دار جوړ شي ۔ ګورنر ووئېل د روښانه سباون باوري كولو په خاطر وړورمبے شرط زمونږ د ځوانانو اصل کردار نه ځان خبرول ضروري دي ، زمونږ د ټولې د ودانۍ تر ټولو لويه برخه په ځوانانو مشتمل ده د چا د توان او تخلیقي صلاحیتونه چې زمونږ تر ټولو لوي طاقت نمائندګي كوي۔ ګورنر جعفرخان مندوخیل ووئېل مونږ په ګده هڅو كولو سره يو امناك، خوشحاله او پرمختګ كړے بلوچستان جوړولے شوو۔










