د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره د نوموړي سندر غاړي رحيم شاه ملاقات

پېښور ۔ 19 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره نوموړي سندر غاړي رحيم شاه په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال پښتو موسيقۍ ٬ كلتور ٬ مقامي مېلو ته په وده وركولو او د ځوانانو مثبت فعاليتونو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګورنر هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې د خېبر پښتونخوا چېمپئن …

پېښور ۔ 19 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره نوموړي سندر غاړي رحيم شاه په ګورنر هاؤس پېښور كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال پښتو موسيقۍ ٬ كلتور ٬ مقامي مېلو ته په وده وركولو او د ځوانانو مثبت فعاليتونو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګورنر هاؤس پېښور لخوا د جاري شوي بيان له مخې د خېبر پښتونخوا چېمپئن لیګ سي اي او سهېل كنډي هم به دې موقع موجود و۔ په دې موقع ګورنر ووئيل د خېبر پښتونخوا كلتور ، ژبې او ادبي ورثې تحفظ او دې ته وده وركولو زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ دې لپاره به ټول ممكنه اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل مونږ د رحمان بابا نامه احترام سره اخلو خو د هغه د مزار موجوده حالت مونږ څخه د پاملرنې تقاضا كوي۔ په دې موقع رحيم شاه ووئيل د صوبې په كالجونو كښې كلتوري شوز كولې شي دغسې چې ځوانو ته د خپلو صلاحيتونو څرګندولو موقع وركړې شي۔ ده ووئيل ما په خپل فني ژوند كښې په ګرده نړۍ كښې د پوښتې ژبې او موسيقۍ معارفي كولو له كار وكړو او چرته چې چا پښتو ته وده نه ده وركړې هلته مې ددې ژبې نمائندګي وكړه۔ ده ووئيل د پښتو د سترو شاعرانو كلام په عصري انداز كښې كمپوز كولو سره نوي نسل ته رسول د وخت مهم ضرورت دے دغسې چې ژبې ٬ ادب او كلتور ته لا وده وركړې شي۔ ګورنر د پښتو موسيقۍ او كلتور ته وده وركولو له د رحيم شاه خذمات ستائلو سره هغه ته خصوصي يادګاري شيلډ وركړو۔

مزید خبریں