پېښور ۔ 19 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې كشميري اولس پاكستان جوړېدو څخه وړاندې د خپل سباؤن پرېكړه پاكستان سره تړلې وه۔ د یوم الحاق پاکستان په موقع خپل خصوصي پېغام كښې فېصل كريم كنډي ووئيل د 19 جولائی 1947 ورځ د كشمير په تاريخ كښې مهم او پرېكنده سنګ ميل دے۔ ده ووئيل هند د ظلم او جبر د لارې …
كشميري اولس پاكستان جوړېدو څخه وړاندې خپل سباؤن پاكستان سره تړلې و: فېصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور ۔ 19 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي چې كشميري اولس پاكستان جوړېدو څخه وړاندې د خپل سباؤن پرېكړه پاكستان سره تړلې وه۔ د یوم الحاق پاکستان په موقع خپل خصوصي پېغام كښې فېصل كريم كنډي ووئيل د 19 جولائی 1947 ورځ د كشمير په تاريخ كښې مهم او پرېكنده سنګ ميل دے۔ ده ووئيل هند د ظلم او جبر د لارې د كشميري اولس د آزادۍ جذبه او پاكستان سره مينه كمولې نه شي۔ ګورنر وئويل پاكستان به د كشميري ورونړو سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشميري اولس ته د هغوي حق وركړي۔ فېصل كريم ووئيل هغه ورځ لرې نه كله به چې كشميري وګړي د خپلې مبارزې دلارې د آزادۍ لمر راختونكې وويني۔











