پېښور ۔ 18 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د شهيدانو په اړه د مولانا فضل الرحمن بيان د افسوس وړ ګرځولو سره وئيلي دي چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښی زمونږ وسله وال پوځ او امنيتي ځواكونو ځانګړې قربانۍ وركړې دي او د خېبر پښتونخوا اولس په دې قومي مبارزه كښې خپل پوځ او امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ ددې خيالاتو …
د شهيدانو په اړه د مولانا فضل الرحمن بيان د افسوس وړ دے٬ د خېبر پښتونخوا اولس خپل پوځ او امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے: فېصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور ۔ 18 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي د شهيدانو په اړه د مولانا فضل الرحمن بيان د افسوس وړ ګرځولو سره وئيلي دي چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښی زمونږ وسله وال پوځ او امنيتي ځواكونو ځانګړې قربانۍ وركړې دي او د خېبر پښتونخوا اولس په دې قومي مبارزه كښې خپل پوځ او امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په باړه ګېټ پېښور كښې د پاکستان هلالِ احمر خېبر پښتونخوا بنیادی مرکز صحت (بی اېچ یو) كښې د مردانه او پی ډی پرانستې دستورې په موقع خپل خطاب او ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع ده د مردانه او پی ډی او اېمرجنسی وارډ بشپړه معائنه وكړه۔ ګورنر ووئيل د پاکستان هلالِ احمر خېبر پښتونخوا او نارتھ وېسټ روغتون ترمينځه د شوي مفامتي يادښت لاندې مردانه او پي ډي جوړه كړې شوې ده چرته به چې د نارتھ وېسټ روغتون دوه ډاكټران هره مياشت يوه ورځ د رنځورانو وېړيا درملنې كوي۔ ده ووئيل د پېښور په شمول په ټوله صوبه كښې د معياري طبي آسانيو رسولو منصوبو دائره كار پراخا كولې شي۔ وروستو مېډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښی زمونږ وسله وال پوځ او امنيتي ځواكونو ځانګړې قربانۍ وركړې دي او د خېبر پښتونخوا اولس په دې قومي مبارزه كښې خپل پوځ او امنيتي ځواكونو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل په پخوانۍ فاټا او پاټا ټېكس سره اړونده حتمي پرېكړه به وزيراعظم كوي۔ ده ووئيل د فاټا انضمام په وخت د كال 100 اربه روپو پرمختيائي فنډز وركولو لوظ تر دې دمه نه دې پاللې شوې۔ ګورنر ووئيل لكه څنګه چې د ګلګت بلتستان اولس پي پي پي باور څرګند كړو دغسې د آزاد جمو وكشمير اولس به هم د پي پي پي بشپړ ملاتړ وكړي۔









