كشميري اولس سبا”  پاكستان سره د الحاق ورځ“  لمانځي ، د 19 جولائی 1947 قرارداد ’الحاق پاکستان“  د لكھونو كشميري وګړو د اجتماعي خوښې عكاسي كوي

سری نګر۔18جولائی(اے پی پی)د كنټرول لائن دواړو غاړو ته او په ټوله نړۍ کښې ژوند كوونكي كشميري وګړي  سبا د اتوار په ورځ د جولائي په 19 مه نېټه "پاکستان سره د الحاق ورځ" د دې عزم پخلي سره لمانځي چې هغوي به هندي قبضې څخه آزادۍ او پاكستان سره د الحاق مقصد ترلاسه كولو  لپاره خپله مبارزه روانه ساتي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د كشميریانو حقيقي استازو …

سری نګر۔18جولائی(اے پی پی)د كنټرول لائن دواړو غاړو ته او په ټوله نړۍ کښې ژوند كوونكي كشميري وګړي  سبا د اتوار په ورځ د جولائي په 19 مه نېټه “پاکستان سره د الحاق ورځ” د دې عزم پخلي سره لمانځي چې هغوي به هندي قبضې څخه آزادۍ او پاكستان سره د الحاق مقصد ترلاسه كولو  لپاره خپله مبارزه روانه ساتي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د كشميریانو حقيقي استازو د جولائي په 19 مه كال 1947 كښې د سرينګر په آبي ګزر سيمه كښې د سردار اېم ابراهېم خان په استوګه آل جمو وكشمير مسلم كنفرنس كښې “الحاق پاكستان” قرارداد په يوه خله منظور كړے و۔ د 19 جولائی 1947 کشمیری اولس دا پرېكړه د دې خبرې ښكاره ثبوت دے چې هغوي خپل سباؤن پاكستان سره تړلے دے۔ په دې مهال د حريت تنظيمونو لخوا په سوشل ميډيا او د مقبوضه سيمې په بېلو برخو كښې د الحاق پاكستان پیغامونه رامخې ته شوي دي په كومو كښې چې وئيلې شوي دي چې 19 جولائی د جمو وكشمير په تاريخ كښې يو خاص اهميت لري۔ پېغامونو كښې په ملګرو ملتونو او اسلامي تعاون تنظيم زور راوړلے شو چې هغه دې كشميري وګړي د هند وحشيانه ظلمونو څخه خلاص كړي او د كشمير مسئله دې ددې په تاريخي تناظر كښې حل كړي۔

مزید خبریں