د كھړي شريف تاريخي هركلي ثابته كړه چې حلقه اېل اے -4 كښې پاكستان مسلم ليګ (ن) مضبوط اولسي ملاتړ لري: انجینئر امیر مقام

میرپور/کھړی شریف۔18جولائی(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجنيئر امر مقام وئيلي دي چې د كھړي شريف اولس لخوا تاريخي هركلي ثابته كړه چې په حلقه اېل اے - 4 كښې پاكستان مسلم ليګ (ن) مضبوط اولسي ملاتړ لري او په رارونو ټول ټاكنو كښې به ښكاره كاميابي ترلاسه كړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په كھړي شريف كښې د مسلم …

میرپور/کھړی شریف۔18جولائی(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجنيئر امر مقام وئيلي دي چې د كھړي شريف اولس لخوا تاريخي هركلي ثابته كړه چې په حلقه اېل اے – 4 كښې پاكستان مسلم ليګ (ن) مضبوط اولسي ملاتړ لري او په رارونو ټول ټاكنو كښې به ښكاره كاميابي ترلاسه كړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په كھړي شريف كښې د مسلم ليګ نون كانديد چوهدري رخسار احمد په حق كښې اولسي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د مسلم ليګ نون قائد نواز شريف او وزيراعظم شهباز شريف آزاد کشمیر كښې د سړكونو ٬ روغتونونو ٬ كالجونو او نورې پرمختيائي منصوبې بشپړ كړې۔ وزیراعظم شهباز شريف آزاد کشمیر لپاره د 5 دانش سكولونو منظوري وركړې او په غنمو او چينو سبسډي برقرار ساتلې شوې۔ امیر مقام چوهدری بنارس اعظم اېډووکېټ ته په مسلم ليګ كښې په شاملېدو هركلي ويلو سره هغه ته باور وركړو چې ګوند به د مير پور اولس او هغه كله هم مايوسه نه كړي۔