پېښور ۔ 18 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سهېل آفریدی په مشرۍ كښې د پبلک پرائېوېټ پارټنرشپ كمېټۍ غونډه وشوه۔ د وزیراعلی سېکرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د دير موټر وے په پبلک پرائېوېټ پارټنرشپ موډ د جوړولو اصولي منظوري وركړې شوه۔ غونډه كښې وزيراعلی موټر وے جوړولو له د زمكې د اخستلو عمل پېل كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل دیر …
د خېبر پښتونخوا وزيراعلی په مشرۍ كښې د پبلک پرائېوېټ پارټنرشپ کمېتۍ غونډه ، دیر موټروے په پبلک پرائېوېټ پارټنرشپ موډ د جوړولو اصولي منظوري

مزید خبریں
پېښور ۔ 18 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سهېل آفریدی په مشرۍ كښې د پبلک پرائېوېټ پارټنرشپ كمېټۍ غونډه وشوه۔ د وزیراعلی سېکرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د دير موټر وے په پبلک پرائېوېټ پارټنرشپ موډ د جوړولو اصولي منظوري وركړې شوه۔ غونډه كښې وزيراعلی موټر وے جوړولو له د زمكې د اخستلو عمل پېل كولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل دیر موټروے منصوبه د مالاکنډ ډويژن اولس لپاره يوه ډالۍ ده چې ورسره به د سفر وخت او خرڅونو كښې زيات كمې ممكن شي۔ دا سېلګرۍ ته وده وركولو او ځائي معيشت مضبوطولو كښې هم م هم كردار ترسره كري۔ په دې موقع بريفنګ كښې ووئيلې شوو چې 29 کلومیټر اوږده دير موټروے به چكدره انټرچېنج څخه تر بارون دير لوئر جوړولې شي۔ په دې منصوبه به نزدې 69 اربه روپۍ لګولې شي۔ غونډه كښې په پېښور ډی آئی خان او سوات موټر وے فېز ټو هم د پېشرفت جاج واغستے شو۔










