خېبرپښتونخوا كښې 19 نه تر 23 جولائي د بارانونو الرټ جاري كړے شو

  پېښور 17 جولائي (اے پي پي) صوبائي ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ (پي ډي ايم اے) خېبرپښتونخوا كښې د 19 نه تر 23 جولائي د بارانونو الرټ جاري كړې۔ د پي ډي اېم اے صوبائي وياند له مخې د موسمياتو څانګې لخوا د صوبې په زياتره سيمو كښې سيلۍ طوفان سره د باران پېشنګوئي كړې ده٬ د پي ډي ايم اے له مخې چترال، دير، سوات، شانګله، کوهستان، مانسهره او په …

 

پېښور 17 جولائي (اے پي پي) صوبائي ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ (پي ډي ايم اے) خېبرپښتونخوا كښې د 19 نه تر 23 جولائي د بارانونو الرټ جاري كړې۔ د پي ډي اېم اے صوبائي وياند له مخې د موسمياتو څانګې لخوا د صوبې په زياتره سيمو كښې سيلۍ طوفان سره د باران پېشنګوئي كړې ده٬ د پي ډي ايم اے له مخې چترال، دير، سوات، شانګله، کوهستان، مانسهره او په ايبټ آباد كښې د لېنډ سلائيډنګ اندېښه ده٬ دې سره په غره ايزه سيمه كښې په خوړګو كښې د سېلاب خطر دے٬ پي ډي ايم اے اولس ته د غېر ضروري سفر كولو نه د ډډې كولو اپيل كړے دے ۔ د پي ډي اېم اے له مخې پېښور، چارسده، نوښار، مردان، صوابۍ، سوات او ايبټ آباد كښې د اربن فلډنګ امکان دے