پېښور ۔ 17 جولائی (اے پی پی) سی ټی ډی بنو ریجن او پولیس د جمعې په ورځ په بنو ضلع كښې د فتنة الخوارج خلاف آپرېشن كولو سره 5 خارجيان ووژل۔ د بنو پوليس وياند له مخې سي ټي ډي بنو ريجن لوكل پوليس سره په ګډه حوېد تھاڼې ته نزدې په ګلبهار كښې د ترهګرو د موجودګۍ مصدقه اطلاع په بنياد يو ټارګټډ انټېلېجنس بېسډ آپرېشن وكړو۔ …
د سي ټي ډي بنو ريجن او پوليس د فتنة الخوارج خلاف آپرېشن ٬ 5 خارجي ووژل شول

مزید خبریں
پېښور ۔ 17 جولائی (اے پی پی) سی ټی ډی بنو ریجن او پولیس د جمعې په ورځ په بنو ضلع كښې د فتنة الخوارج خلاف آپرېشن كولو سره 5 خارجيان ووژل۔ د بنو پوليس وياند له مخې سي ټي ډي بنو ريجن لوكل پوليس سره په ګډه حوېد تھاڼې ته نزدې په ګلبهار كښې د ترهګرو د موجودګۍ مصدقه اطلاع په بنياد يو ټارګټډ انټېلېجنس بېسډ آپرېشن وكړو۔ په دې مهال د فائرنګ په تبادله كښې كومه چې نزدې 40 دقيقې روانه پاتې شوه 5 خارجیان ووژل شول او يو شمېر نور وتښتېدل۔ پولیس سيمه محاصره كړه او د سرچ اېنډ كليئرنس آپرېشن يۍ پېل كړو كوم چې تر دې دمه روان دے۔ د کارروايۍ په مهال د ترهګرو قبضې څخه 5 کلاشنکوف، 10 مېګزین، 5 بنډولیئر، 2 هېنډ ګرېنېډز او لوې مقدار ګوله بارود برآمد شول۔ انسپکټر جنرل آف پولیس خېبرپښتونخوا ذوالفقار حمید او ایډیشنل آئی جی سی ټی ډی په كاميابه كارروايۍ د سی ټی ډی سپېشل ویپنز اېنډ ټېکټکس (SWAT) ډلې او لوكل پوليس ځوانانو ته شاباسې وركړو۔ ده ووئيل د فتنة الخوارج او د هغوي سهولت خپل انجام ته رسولو له به كارروايۍ روانې ساتلې شي۔ ده زياته كړه چې د شهيدانو وينه به بې ځايه نه ځي۔









