ګورنر فېصل كريم كنډي سره د پاك ترك انټرنېشنل سكول اينډ كالج پلاوي وليدل

  پېښور 16 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د زيارت په ورځ د پاك ترك انټرنېشنل سكول اېنډ كالج پلاوي په ګورنر هاؤس پېښور كښې وليدل۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې د پلاوي مشري ريجنل ډائريكټر حسن كوله دغسې پرنسپل مهوش عزيز هم ده سره وه۔ د ملاقات په مهال ګورنر ته د پاك ترك انټرنېشنل سكول اېنډ كالج تعليمي هلو ځلو، …

 

پېښور 16 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د زيارت په ورځ د پاك ترك انټرنېشنل سكول اېنډ كالج پلاوي په ګورنر هاؤس پېښور كښې وليدل۔ د ګورنر هاؤس وياند له مخې د پلاوي مشري ريجنل ډائريكټر حسن كوله دغسې پرنسپل مهوش عزيز هم ده سره وه۔ د ملاقات په مهال ګورنر ته د پاك ترك انټرنېشنل سكول اېنډ كالج تعليمي هلو ځلو، تدريسي معيار او د ادارې بيلو تعليمي هڅو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ پلاوي ګورنر فيصل كريم كنډي له حيات آباد كېمپس كښې د سينئر سېكشن افتتاحي دستوره كښې د خاص ميلمه په حيث د ګډون كولو بلنه وركړه۔په دې موقع ګورنر فېصل كريم كنډي د معياري تعليم وده د صوبې پرمختګ لپاره ضروري ګرځولو سره ووئيل ځوانانو له جديد، معياري او نړيوال معيار تعليم وركول د وخت حاجت دے۔