ټنډوجام 15 جولائي (اے پي پي) د سندھ په زرعي پوهنتون ټنډوجام كښې پوهانو د پياز د ويليو ايډيشن په اړه جديد ټيکنالوجيز وړاندې كولو سره د فصل پخېدو نه وروستو په زيانونو كښې په كمي، د غذائي تحفظ په وده او په كليواله كچه روزګار او د کاروباري موقعو په پېدا كولو زور راوړې٬ د انسټيټيوټ آف فوډ سائنسز اينډ ټيکنالوجي تذ سیوری لاندی او د سندھ هائر ايجوکيشن …
د سندھ په زرعي پوهنتون كښې د پياز په ويليو ايډيشن ټيکنالوجيز سيمينار، پوهانو د كليوال معيشت په مضبوطولو زور

مزید خبریں
ټنډوجام 15 جولائي (اے پي پي) د سندھ په زرعي پوهنتون ټنډوجام كښې پوهانو د پياز د ويليو ايډيشن په اړه جديد ټيکنالوجيز وړاندې كولو سره د فصل پخېدو نه وروستو په زيانونو كښې په كمي، د غذائي تحفظ په وده او په كليواله كچه روزګار او د کاروباري موقعو په پېدا كولو زور راوړې٬ د انسټيټيوټ آف فوډ سائنسز اينډ ټيکنالوجي تذ سیوری لاندی او د سندھ هائر ايجوکيشن کميشن (SHEC) په مالي مرسته د بشپړېدونكې تحقيقي منصوبې “اسټډي آن دي ويليو ايډيشن آف اونين اِن سندھ پروونس آف پاکستان” د پائي غونډې ته خپله وېنا كښې د يونيورسټۍ وائس چانسلر، ميرټوريس پروفيسر انجينئر ډاکټر الطاف علي سيال ووئيل دزرعي پوهننونونو روايتي تحقيق مخ په وړاندې بوتللو سره زرعي تخمونو او د دې ضمني مصنوعات په تجارتي بنيادونو د استعمال په جوګه مصنوعات بدلولو ټيکنالوجيز ته پام لرنه پكار ده دغسې چې د كروندګرو آمدن زیات شی د روزګار نوې موقعې راپیدا شي او د هېواد معيشت وده وكړي۔ ده ووئيل د خام زرعي پيداوار په ټيټه بيعه د خرڅولو په ځائ د ويليو ايډيشن د لارې دې د زيات معاشي قدر مصنوعات جوړ كړې شي چې ورسره به د فصل ریبلو نه پس په زيان كښې ښكاره كمې راشي او په كليوالو سيمو كښې به كورنې و کاټيج انډسټريز، په خاص توګه د مېرمنو٬ ځوانانو او كوچني كاروباري كسانو لپاره نوې موقعې راپېدا شي۔ ده ووئيل د پوهنتونونو ذمه واري ده چې ھغوي كروندګرو، فوډ پروسيسرز او صنعتکارو ته جديد ټيکنالوجي، تکنيکي لارښودنه او مشاورتي خدمات ورسوي دغسې چې په زرعي بنيادونو صنعتونو ته وده وركړې شي۔ د تحقيقي منصوبې پرنسپل انويسټي ګيټر او ايسوسي ايټ پروفيسر ډاکټر تحسين فاطمه ميانو ووئيل د منصوبې مقصد په کم لګښت او د عمل وړ ټيکنالوجيز تيارول ٶ دغسې چې په لاندی كچه د كار كوٶنكو فوډ پروسيسرز، د كروندګرو ډلې او كاروباري كسان دې څخه استفاده وكړي۔ ده ووئيل د پيازو ويليو ايډيشن څخه به نه يوازې د كروندګرو آمدن زیات شي بلكې تل پاتې زراعت، غذائي تحفظ او كليوال معيشت استحکام له به هم مرسته ترلاسه شي۔ د سيمينار په مهال تحقيقي ډلې د پيازو جوړ کړې شوې مختلف څیزونو ويليو ايډډ مصنوعات، چې پكښې د پيازو پاؤډر، ډي هائيډريټډ پياز رنګز، پياز فليکس، پياز پيسټ او د پيازو اچار شامل دې نندارتون هم وكړې شو











