بلاول بھټو زرداري د آزاد جمو و کشمير په درې ورځنۍ دوره مظفرآباد ته ورسېد

  مظفرآباد 14 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بھټو زرداري د آزاد جمو و کشمير په درې ورځنۍ دوره مظفرآباد ته رسېدلے دے ۔ د نهې په ورځ د پي ي پي ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخئ بلاول بھټو زرداري سره پخوانے وزيراعظم راجه پرويز اشرف، د پاکستان پيپلز پارټي د آزاد کشمير صدر چوهدري محمد ياسين، د پارټۍ سينئر لارښود چوهدري …

 

مظفرآباد 14 جولائي (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بھټو زرداري د آزاد جمو و کشمير په درې ورځنۍ دوره مظفرآباد ته رسېدلے دے ۔ د نهې په ورځ د پي ي پي ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخئ بلاول بھټو زرداري سره پخوانے وزيراعظم راجه پرويز اشرف، د پاکستان پيپلز پارټي د آزاد کشمير صدر چوهدري محمد ياسين، د پارټۍ سينئر لارښود چوهدري محمد رياض٬ د پوليټيکل افيئرز ډي جي عامر ذيشان جرال هم ملګري دي۔ د کوهاله پل څخه د مظفرآباد په حدود كښې داخلېدو سره ځائي مشرانو چوهدري لطيف اکبر ، مياں عبدالوحيد ، سيد بازل علي نقوي ، سردار جاويد ايوب، مختار عباسي، ديوان چغتائي، اشفاق ظفر، مبشر منير اعوان او نورو د بلاول بهټو تود هركلے وكړو۔ بلاول بھټو زرداري به د خپلې دورې په مهال  د پونچھ ډويژن او مظفرآباد ډويژن كانديدانو او مشرانو سره ملاقاتونه كوي او په انتخابي تګلاره به مشاورت كوي