پېنډۍ 14 جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ، د بلوچستان ايف سي او د پوليس مشترکه "آپريشن شعبان"روان دے۔ د جولائي پنځمې نيټې نه تر اوسه د آپريشن شعبان او په انټيلي جنس بېسډ نورو عملياتو كښې په مجموعي توګه 123 خارجي ترهګر وژلې شوي دي۔ تفصيلات له مخې امنيتي ځواكونو د فتنه الخوارجو په ضد په سيمه كښې كارروائۍ روانې دي٬ د امنيتي ځواكونو لخوا خارجيان د …
د پاك پوځ، ايف سي او د پوليس مشترکه “آپريشن شعبان” روان دے، په مجموعي توګه 123 خارجي ترهګر ووژل شول
پېنډۍ 14 جولائي (اے پي پي) د پاك پوځ، د بلوچستان ايف سي او د پوليس مشترکه “آپريشن شعبان”روان دے۔ د جولائي پنځمې نيټې نه تر اوسه د آپريشن شعبان او په انټيلي جنس بېسډ نورو عملياتو كښې په مجموعي توګه 123 خارجي ترهګر وژلې شوي دي۔ تفصيلات له مخې امنيتي ځواكونو د فتنه الخوارجو په ضد په سيمه كښې كارروائۍ روانې دي٬ د امنيتي ځواكونو لخوا خارجيان د هوائي او زميكزو کارروائيو د لارې په نخښه كېږي٬ د سکيورټي فورسز د موثره کارروائيو په مهال د دوو نورو ترهګرو د وژلو مصدقه اطلاعات راغلي٬ د امنيتي ځواكونو لخوا د ترهګرو ګاډې په كاميابۍ سره په نخښه كړے شوے٬ په آپريشن شعبان كښې د وژلے شوو ترهګرو مجموعي شميره 85 ده٬ د جولائي پنځمې نيټې نه تر اوسه د آپريشن شعبان او په انټيلي جنس بېسډ نورو عملياتو كښې په مجموعي توګه 123 خارجي ترهګر ووژل شول ۔ د امنيتي ذريعو له مخې د آخري ترهګر تر خاتمې به په بلوچستان كښې آپريشن شعبان روان وي









