د خېبر پښتونخوا وزيراعلې صلاحكار تاج محمد ترند سره د مواصلات و تعميرات صوبائي وزير شكيل خان ملاقات

  پیښور ز14 جولائي (اے پي پي)  د خېبر پښتونخوا د لوبو او د ځوانانو چارو  صلاحكار تاج محمد ترند سره د مواصلات او تعميرات صوبائي وزير شكيل خان د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ د اطلاعات محكمې خېبر پښتونخوا تر مخه  د ملاقات په مهال  د شرېكې خوښې په چارو ٬ د لوبو په وده او ملاكنډ ضلع كښې د سپورټس انفراسټركچر په بېلا بېلو چارو خبرې وشوې ۔  …

 

پیښور ز14 جولائي (اے پي پي)  د خېبر پښتونخوا د لوبو او د ځوانانو چارو  صلاحكار تاج محمد ترند سره د مواصلات او تعميرات صوبائي وزير شكيل خان د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ د اطلاعات محكمې خېبر پښتونخوا تر مخه  د ملاقات په مهال  د شرېكې خوښې په چارو ٬ د لوبو په وده او ملاكنډ ضلع كښې د سپورټس انفراسټركچر په بېلا بېلو چارو خبرې وشوې ۔  په دې مهال صوبائي وزير شكيل خان  صلاحكار د ملاكنډ سپورټس ګراونډز ته د پیښو مسئلو نه  صلاحكار خبر كړو او د مسئلو په سمدستي حل كولو يې زور راوړو۔  په دې مهال د لوبو او ځوانانو چارو صلاحكار تاج محمد ترند باور وركړو چې زه به د سبا نه د سوات دورې سره د ملاكنډ هم دوره كوم  او د اړوند سپورټس ګراونډ به پخپله جاج اخلم او د پیښو مسائلو حل لپاره به  اړوندو لوړ پورو ته سپارښتنې  كوم دغسې چې ځايي ځوانانو ته  د لوبو لپاره ښې آسانۍ تر لاسه شي