د ديسي ساخته بارودي موادو د شنډولو په هڅه كښې د بي ډي اېس اهلكار شهيد شو

  پېښور 14 جولائي (اے پي پي) د صوبائي سرښار پېښور په شا اوخوا سيمه سب ډويژن حسن خيل كښې د ديسي ساخته بارودي موادو شنډولو په مهال د چاٶدنې له امله  د بم ډسپوزل سكواډ (بي ډي اېس) يو اهلكار شهيد شوے٬ د حسن خېل تهاڼې په حدود كښې د سړك په غاړه د نصب آئي اي ډي د موجودګي په اطلاع د بم ډسپوزل سکواډ ډلې يو اهكلار …

 

پېښور 14 جولائي (اے پي پي) د صوبائي سرښار پېښور په شا اوخوا سيمه سب ډويژن حسن خيل كښې د ديسي ساخته بارودي موادو شنډولو په مهال د چاٶدنې له امله  د بم ډسپوزل سكواډ (بي ډي اېس) يو اهلكار شهيد شوے٬ د حسن خېل تهاڼې په حدود كښې د سړك په غاړه د نصب آئي اي ډي د موجودګي په اطلاع د بم ډسپوزل سکواډ ډلې يو اهكلار ښائسته رحمان د بارودي موادو شنډولو هڅه كوله چې په دې مهال د آئي اي ډي چاٶدنه وشوه چې په نيتجه كښې ئ ښائسته رحمان ژوبل و او بيا د زخمونو په سبب شهيد شو٬ پوليس او سکيورټي فورسز  په سيمه كښې د لټول عمليات پېل كړي دغسې چې د هر ډول ممكنه خطر خاتمه وكړې شي