پېښور 14 جولائي (اے پي پي)د لائن آف کنټرول (ایل او سي) دواړه اړخه او ټول پاکستان كښې کشمیریانو تيره ورځ د جموں و کشمیر هغه 22 کشمیریانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيدانو ورځ ولمانځله كوم چې په 13 جولائی 1931 ډوګرا راج په ضد د احتجاجی مظاهرې په مهال په بے رحمۍ سره شهيدان شوې وو۔د خېبر پښتونخوا په بيلو برخو كښې لاريونونه، ، سیمینارز او …
د ټول هېواد په شان خېبر پښتونخوا كښې هم د كشمير د شهيدانو ورځ ونماځلې شوه،ګډون كوونكو تر خپلواكۍ حق اغستو د کشمیریانو د هلو ځلو لپاره د مرستې دوامداره ساتلو د عزم پخلے وكړو
پېښور 14 جولائي (اے پي پي)د لائن آف کنټرول (ایل او سي) دواړه اړخه او ټول پاکستان كښې کشمیریانو تيره ورځ د جموں و کشمیر هغه 22 کشمیریانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د شهيدانو ورځ ولمانځله كوم چې په 13 جولائی 1931 ډوګرا راج په ضد د احتجاجی مظاهرې په مهال په بے رحمۍ سره شهيدان شوې وو۔د خېبر پښتونخوا په بيلو برخو كښې لاريونونه، ، سیمینارز او خصوصی دعائیه دستوري كولو سره دا ورځ ولمانځلې شوه چرته چې ګډون كوونكو بینري او پلے کارډز په لاسو كښې پورته كړې وو او د کشمیریانو خپلواكۍ لپاره ئې د خپلې مرستې پخلے وكړو۔د شهيدانو ورځ هر كال د هغه 22 بے ګناه كشميرانو په ياد كښې لمانځلې كيږي كوم چې 1931 كښې د سرینګر سینټرل جېل په خوا كښې په ډزو كولو شهيدان كړې شوي وو۔ مظاهرچيان د عبدالقدیر خان غازی مقدمې سماعت په مهال راجمع شوې وؤ،هغوي کشمیریانو ته د ډوګرا پوځ ظلمونو په ضد د مزاحمت کولو ترغیب وركړے ؤ۔ د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام د كشمير شهيدانو ته د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي قربانۍ د هندي تسلط څخه د آزادۍ هلو ځلو علامت وګرځولې ۔









