يوتھ پاليسي به ځوانانو ته د پرمختګ يو برابر موقعو وركولو ضمانت وګرځي۔ سهيل آفريدي

  پېښور 14 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل افريدي  په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د كال 2026 يوتھ پاليسۍ په اړه غونډه وشوه ۔ د وزيراعليٰ هاٶس وياند له مخې ده د "نوجوان مراكز" په مجوزه ګورننګ بورډ كښې د اولسي استازو د شاملولو امر وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعليٰ د جوړېدونكو "جوان مراکز" زر تر زره د بشپړولو او فعاله كولو هم امر …

 

پېښور 14 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل افريدي  په مشرۍ كښې د نهې په ورځ د كال 2026 يوتھ پاليسۍ په اړه غونډه وشوه ۔ د وزيراعليٰ هاٶس وياند له مخې ده د “نوجوان مراكز” په مجوزه ګورننګ بورډ كښې د اولسي استازو د شاملولو امر وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعليٰ د جوړېدونكو “جوان مراکز” زر تر زره د بشپړولو او فعاله كولو هم امر وكړو۔ په دې موقع ده ووئيل ځوانانو ته تعليم، هنر، روزګار او د کاروبار يو ډول موقعې وركول به د دوي صلاحيتونه لا ښه كړي۔ وزيراعليٰ ووئيل صوبائي يوتھ پاليسي به ځوانانو ته د پرمختګ د يو برابر موقعو وركولو ضمانت وګرځي۔ ده په دې موقع ووئيل  ځوانانو لپاره د اسټارټ اپس، کيريئر ګائيډنس، تربيې پروګرامونو، لوبو او د ټيلنټ د سرپرستۍ دائره به لا پراخه كولې شي