پېښور 14 جولائي (اے پي پي) ډپټي کمشنر و ډسټرکټ مجسټريټ مالاکنډ محمد فياض خان د ضابطه فوجداري دفعه 144 له مخې په دريابونو او خوړونو كښې په لامبلو او په كشتۍ چلولو تر 30 ورځو بشپړ بندېز ولګولو۔ د مالاكنډ ضلعي انتظاميه وياند لخوا د جاري حكم نامې له مخئ د پشكال سيزن په مهال د اړوندو ادارو لخوا د فليش فلډ پرله پسې خبرداري باوجود يو شمېر …
مالاکنډ٬ په دريابونو او خوړونو كښې په لامبلو او په کشتۍ چلولو تر 30 ورځو بنېدېز ولګولې شو

مزید خبریں
پېښور 14 جولائي (اے پي پي) ډپټي کمشنر و ډسټرکټ مجسټريټ مالاکنډ محمد فياض خان د ضابطه فوجداري دفعه 144 له مخې په دريابونو او خوړونو كښې په لامبلو او په كشتۍ چلولو تر 30 ورځو بشپړ بندېز ولګولو۔ د مالاكنډ ضلعي انتظاميه وياند لخوا د جاري حكم نامې له مخئ د پشكال سيزن په مهال د اړوندو ادارو لخوا د فليش فلډ پرله پسې خبرداري باوجود يو شمېر كسان په سوات درياب او د بټ خېلې او درګۍ په خوړونو كښې د ګرمۍ شدت نه بچ كېدو لپاره د لامبلو او كشتي چلولو په څېر هڅو كښې مصروف دي چې ورسره د قمتي ځاني زيان سخت خطر رامخې ته دے٬ په حکم نامه كښې وئيلي شوي دي چې د پشكال په موسم كښې په دريابونو او دې سره نزدې په خوړونو كښې ناڅاپه اوبه زياتېدې شي٬ دې لپاره د اولس د ځان او مال تحفظ لپاره دا احتياطي اقدام ډېر ضروري ٶ۔ ډپټي کمشنر واضحه كړې ده چې د ضلع مالاکنډ په حدود كښې د پابندۍ خلاف ورزي كوٶنكو په ضد به د پاکستان پينل کوډ دفعه 188 له مخې قانوني كارروائي كولې شي٬ د حكم نامې له مخې دا بندېز به د 10 جولائي كال 2026 څخه تر 30 ورځو نافذ العمل وي۔











