د اليکشن کميشن نوو تعينات افسرانو د وفاقي آئيني عدالت مطالعاتي دوره، عدالتي نظام او په آئيني دائره اختيار بريفنګ

  اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د اليکشن کميشن آف پاکستان (اي سي پي) نوو تعينات افسرانو پشمول يو پلاوي د سروس ټريننګ پروګرام كال 2026 له مخئ د نهې په ورځ د وفاقي آئيني عدالت پاکستان مطالعاتي دوره وكړه چرته چې دوي ته د عدالت په آئيني  اختيار، عدالتي طريقه کار، تنظيمي ډھانچې او اداره جاتي اصلاحات تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د وفاقي آئيني عدالت لخوا د …

 

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د اليکشن کميشن آف پاکستان (اي سي پي) نوو تعينات افسرانو پشمول يو پلاوي د سروس ټريننګ پروګرام كال 2026 له مخئ د نهې په ورځ د وفاقي آئيني عدالت پاکستان مطالعاتي دوره وكړه چرته چې دوي ته د عدالت په آئيني  اختيار، عدالتي طريقه کار، تنظيمي ډھانچې او اداره جاتي اصلاحات تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ د وفاقي آئيني عدالت لخوا د جاري بيان له مخې د پلاوي مشري ډائريکټر جنرل نګهت صديقي كوله ٬ د دورې مقصد نوي تعينات  افسران د آئيني واكمنۍ، د رياستي ادارو د کردار او د وفاقي آئيني عدالت د كار نظام څخه خبرول وٶ۔ په دې موقع پلاوي د وفاقي آئيني عدالت د عدالتي کارروائۍ مشاهده هم وكړه۔ په دې موقع په بريفنګ كښې په اداره جاتي ترقۍ، انتظامي اصلاحات، د جديد ټيکنالوجۍ په كارولو، د عدالتي نظام په بهترۍ او د اولسي خدمت ودې لپاره په شوو اقداماتو هم رڼا واچولې شوه

مزید خبریں