ټانک كښې د پولیس بکتر بند ګاړي سره نزدې چاودنه ، 2 اهلکار شهیدان ، 2 ژوبل

  پیښور ۔ 13 جولائي (اے پي پي)ټانک  كښې د پولیس بکتر بند ګاړي سره نزدې  چاؤدنه كښې د اے ایس آئي بشمول  2 پولیس  اهلکار شهیدان  او  2 اهلکار ژوبل شول ۔د ډي پي او ټانک عبدالصمد خان  تر مخه  په جنوبي وزیرستان روډ د پولیس بکتر بند ګاړۍ د  معمول  په ګزمه ؤ  كوم چې د  ورانه په مقام د چاودنې سره مخ شو ۔  چاودنه كښې  اے …

 

پیښور ۔ 13 جولائي (اے پي پي)ټانک  كښې د پولیس بکتر بند ګاړي سره نزدې  چاؤدنه كښې د اے ایس آئي بشمول  2 پولیس  اهلکار شهیدان  او  2 اهلکار ژوبل شول ۔د ډي پي او ټانک عبدالصمد خان  تر مخه  په جنوبي وزیرستان روډ د پولیس بکتر بند ګاړۍ د  معمول  په ګزمه ؤ  كوم چې د  ورانه په مقام د چاودنې سره مخ شو ۔  چاودنه كښې  اے ایس آئی فریداللہ او  سپاهي اختر زمان په هغه دم شهیدان شول او سپاهي عبدالمالک او قدرت اللہ ژوبل شول ۔ د شهدا جسدونه او ژوبل  اهلكار سمدستي ډسټرکټ هیډکوارټر اسپتال ټانک ته منتقل کړے شوي دي ۔ د ډي پي او  تر مخه د پیښې تحقیقات روان دي او سيمه ولقه كښې په اغستو د لټون عمليات پېل كړې شوي دي۔