د ترهه ګرۍ او تشدد د لارې  بلوجستان د پاكستان څخه د جلا كولو خوب  كله تعبير نشي موندلے ٬ د بلوچستان وزيراعلې  سرفراز بګتي  وېنا

  كوئټه۔ 13 جولائي (اے پي پي)  د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلي دي  د دښمن منظم سازش دے  چې د ترهه ګړۍ د لارې  بې ګناه وګري په نخښه كړي  او بيا د دې تور په رياست لګولو سره بد اعتمادۍ او اړي ګړي له وده وركړې شي٬  خو د حكومت او اولس شريك قوت به داسې  ټول سازشونه ناكامه كړي۔  ده ووئېل  د پاكستان او بلوچستان لاره …

 

كوئټه۔ 13 جولائي (اے پي پي)  د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلي دي  د دښمن منظم سازش دے  چې د ترهه ګړۍ د لارې  بې ګناه وګري په نخښه كړي  او بيا د دې تور په رياست لګولو سره بد اعتمادۍ او اړي ګړي له وده وركړې شي٬  خو د حكومت او اولس شريك قوت به داسې  ټول سازشونه ناكامه كړي۔  ده ووئېل  د پاكستان او بلوچستان لاره د امن ٬ استحكام  او ترقۍ لاره ده  او مونږ د كوم هم فشار  يا ترهه ګرۍ د لارې  د دې لارې نه په شا به نه شو۔ دا خبره ده د ګل په ورځ  د بلوجستان عظيم سياسي لارښود  او د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني د پلار شهيد مير سراج رئيساني د اتمې كلېزې  په مهال  تايبا شوي تعزيتي رېفنس ته خطاب كښې وكړه۔  تعزيتي ريفرنس كښې  د بلوجستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي٬  د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال رئيساني ٬ صوبائي وزير بخت محمد كاكړ ٬ مير ضياﺀ لانګو ٬ عاصم كرډ  ګيلو ٬  مير سليم خان كهوسه د پاكستان پيپلز پارټي   لارښودو  ٬ قبائلې  مشرانو ٬ سياسي  ٬ سماجي  و سياسي شخصيات او اولس په ګن شمېر ګدون كولو۔د بلوچستان وزيراعلې ووئېل كه زما په سر  د بلوچستان مسئله حل كېږي نو زه خپل ځان قربانولو ته چمتو يم  ٬ ځكه چې زما لپاره عهده نه  د بلوچستان اولس  خدمت تر هر څه زيات مهم دے ۔ ده ووئېل  كرسۍ تلونكر راتلونكې څيز دے   ٬ اصل مقصد د اولس  خدمت او صوبه كښې  امن او ترقي راوستل دي۔  ده ووئېل  بلوچستان كښې د امن راوستو لپاره  حكومت هر ممكن ګامونه اخلي  او رياست د اولس د ځان او مال تحفظ خپله وړومبۍ ذمه واري ګڼي۔