پېښور 13 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ محمد سهيل آفريدي د ګل په ورځ په ټانك كښې د پوليس په بکتر بند ګاړي د چاؤدني نوټس اغستو سره د پېښې غندنه وكړه۔د پېښور وزيراعلیٰ هاؤس وياند له مخې وزيراعلیٰ د پوليس آئي جي څخه د پېښې رپورټ وغوښتلو۔وزيراعلیٰ شهيدو شوو پوليس اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كرې او غمجنو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔وزيراعلیٰ ژوبل اهلکار له …
د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ محمد سهيل آفريدي په ټانك كښې د پوليس په بکتر بند ګاړي د چاؤډني نوټس واغست،د پېښې غندنه
پېښور 13 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ محمد سهيل آفريدي د ګل په ورځ په ټانك كښې د پوليس په بکتر بند ګاړي د چاؤدني نوټس اغستو سره د پېښې غندنه وكړه۔د پېښور وزيراعلیٰ هاؤس وياند له مخې وزيراعلیٰ د پوليس آئي جي څخه د پېښې رپورټ وغوښتلو۔وزيراعلیٰ شهيدو شوو پوليس اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كرې او غمجنو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔وزيراعلیٰ ژوبل اهلکار له د ښې طبي آسانۍ وركولو سپارښتنه هم وكړه او د هغه زر روغتيا له ئې دعا اوكړه۔وزيراعلیٰ ووئيل د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو ، حکومت به په مشکل وخت كښې هغوي يواځې نه پريږدي۔ده ووئيل د امن و امان خرابونكو عناصرو په ضد به سخته كاروائي كولې شي۔ده ووئيل د ترهه ګرو ناوړه بريدونه زمونږ د پوليس فورس او اولس حوصلې كمزوري كولې نشي ۔












