د بلوچستان ګورنر د مزدورانو د وژنې پېښې غندنه

کوئټه۔ 12 جولائی (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د واشك ضلعې په ماشكېل تحصيل كښې د مزدورانو د وژنې په وحشتناكه پېښه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره د دې سفاكانه بريد سخته غندنه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د غمرازۍ خپل بيان كښې ده ووئيل مزدور يوازې يو مزدور نه بلكې د يوې كورنۍ يوازينې كفيل ٬ سهارا او اميد وي۔ …

کوئټه۔ 12 جولائی (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د واشك ضلعې په ماشكېل تحصيل كښې د مزدورانو د وژنې په وحشتناكه پېښه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره د دې سفاكانه بريد سخته غندنه كړې ده۔ د اتوار په ورځ د غمرازۍ خپل بيان كښې ده ووئيل مزدور يوازې يو مزدور نه بلكې د يوې كورنۍ يوازينې كفيل ٬ سهارا او اميد وي۔ ده ووئيل تش لاس او خواري كښ وګړي په نښه كول زيات ظلم دے او ددې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ غمجنيو كورنيو سره يو۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې شهيدانو له لوړې درجې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم توفيق وركري۔ ګورنر په اړوندو چارواكو زور راوړو چې هغوي پیښه كښی ككړ عناصر قانون ته وړاندې كولو له ټول ممكنه وسائل وكاروي دغسې چې ځپليو كورنيو ته انصاف وركړے شي۔