لاهور۔11جولائی(اے پی پی) پاکستان علما کونسل د مفتیِ اعظمِ فلسطین، اېم احمد اېم حسین د اسرائيلي غاصب حكمت لخوا د ګرفتارۍ سخته او بشپړه غندنه كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه په پاكستان كښې د علماﺀ كونسل چيئرمېن مولانا حافظ طاهر محمود اشرفي د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې وكړه۔ده ووئيل پاکستان علما کونسل غوښتنه كوي چې مفتي اعظم فلسطين دې په سمدستي توګه خوشې كړې شي …
د پاكستان علماﺀ كونسل د اسرائيلي حكومت لخوا د مفتي اعظم فلسطين د ګرفتارۍ سخته غندنه
لاهور۔11جولائی(اے پی پی) پاکستان علما کونسل د مفتیِ اعظمِ فلسطین، اېم احمد اېم حسین د اسرائيلي غاصب حكمت لخوا د ګرفتارۍ سخته او بشپړه غندنه كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه په پاكستان كښې د علماﺀ كونسل چيئرمېن مولانا حافظ طاهر محمود اشرفي د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې وكړه۔ده ووئيل پاکستان علما کونسل غوښتنه كوي چې مفتي اعظم فلسطين دې په سمدستي توګه خوشې كړې شي او هغه سره روانه غېر انساني رويه دې ختمه كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان علماﺀ كونسل نړيوالې ورورولۍ ٬ ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړيوالو ادارو څخه هم دا غوښتنه كوي چې هغه د دې معاملې فوري نوټس واخلي ، د مذهبي شخصياتو احترام او تحفظ باوري كړي او په مقبوضه فلسطيني سيمو كښې دې د قوانينو احترام له مؤثر اقدامات وكړي۔









