د بلوچستان وزيراعلې او مظاهرچيانو ترمينځه مذاكرات كامياب ٬ بي اے مال دھرنا ختم

  کوئټه۔ 10 جولائی (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي بي اے مال ته نزدې د روانې دھرنې ګډون كوونكو او د شهيدانو كورنيو سره ملاقات وكړو او هغوي سره يۍ خبرې وكړې۔ د وزيراعلی د مرستيال شاهد رند له مخې دھرنا كمېټۍ سره مذاكرات كامياب شول چې په نتيجه كښې يۍ  دھرنا كمېټۍ د وزيراعلی په خواست د دھرنې ختمولو اعلان وكړو۔ په دې موقع وزيراعلی …

 

کوئټه۔ 10 جولائی (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي بي اے مال ته نزدې د روانې دھرنې ګډون كوونكو او د شهيدانو كورنيو سره ملاقات وكړو او هغوي سره يۍ خبرې وكړې۔ د وزيراعلی د مرستيال شاهد رند له مخې دھرنا كمېټۍ سره مذاكرات كامياب شول چې په نتيجه كښې يۍ  دھرنا كمېټۍ د وزيراعلی په خواست د دھرنې ختمولو اعلان وكړو۔ په دې موقع وزيراعلی سره صوبائي وزير بخت اېم كاكړ ، سېنېټر منظور احمد کاکړ او کمشنر کوئټه ډویژن شاہ زېب کاکړ او نور اعلی چارواكي هم موجود وو۔په دې موقع وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی ووئيل زه اولنۍ ورځې نه دھرنا كمېټۍ سره رابطه كښی وم او د مسئلې سولييز او باوقار حل مو هر ډول ممكنه هڅې وكړې۔ وزیر اعلیٰ ووئيل زه تل اولس سره ولاړ پاتے شوے يم او د هغوي مسئلې حل كولو له به ټول ممكنه كردار ترسره كوو۔ میر سرفراز بګټی ووئيل په بلوچستان اپېکس کمېټی كښې د وزیر اعظم او فیلډ مارشل سید عاصم منیر په موجودګۍ كښې مهمې پرېكړی شوي دي په كومو به چې عملدرآمد باوري كولې شي۔ ده ووئيل د شهيدانو وارثانو له به معاوضه اعلان كې شي۔ دوئي ته به سركاري ملازمتونه وركړې شي او د شهيدانو د كوچنيانو د زده كړو خرڅونه به د بلوچستان حكومت پورته كوي۔ د وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټی په باور وركولو اعتماد كولو سره د دھرنا ختمولو اعلان وكړے شو