كوئټه 10 جولائي (اے پي پي) د امنيتي سرچينو له مخې د بلوچستان منګي ډيم ضلعې په پوليس سټيشن د ترهه ګرو بريد نه پس د پاك پوځ، فرنټيئر كور (اېف سي) او بلوچستان پوليس د اړخه ګډ عمليات "آپرېشن شعبان" جاري دے په دې مهال بيلو سيمو كښې د ترهه ګرو په ضد كارروائي روانې دي۔ امنيتي سرچينو ويلي په 6 او 7 جولائي شوي كارروائيو كښې فتنه …
د پاك پوځ، فرنټيئر كور او بلوچستان پوليس د اړخه “آپرېشن شعبان”روان دے، بېلو سيمو كښې د ترهه ګرو په ضد كارروايۍ

مزید خبریں
كوئټه 10 جولائي (اے پي پي) د امنيتي سرچينو له مخې د بلوچستان منګي ډيم ضلعې په پوليس سټيشن د ترهه ګرو بريد نه پس د پاك پوځ، فرنټيئر كور (اېف سي) او بلوچستان پوليس د اړخه ګډ عمليات “آپرېشن شعبان” جاري دے په دې مهال بيلو سيمو كښې د ترهه ګرو په ضد كارروائي روانې دي۔ امنيتي سرچينو ويلي په 6 او 7 جولائي شوي كارروائيو كښې فتنه الخوارج سره تعلق لرونكي 26 ترهه ګر وژلې شوي وو دغسې د تيرو 24 ساعتونو په مهال نور 13 ترهه ګر وژلې شوي چې ورسره د وژل شوو ترهه ګرو مجموعي شميره 39 ته رسيدلې ده۔ د ذريعو له مخې سختو غرئيزو سيمو كښې ترهه ګر محاصره شوي او د زمكيز او فضائي كارروائيو د لارې په بيلو سيمو كښې عمليات روان دي۔سكيورټي ذريعو وئيلي چې خضدار كښې د ترهه ګرو د اړخه په پوليس سټيشن د بريد هڅه هم شنډه شوې۔ د سمدستي كارروايۍ په مهال د پاك پوځ او اېف سي ډلو 8 ترهه ګر وژلي شوي دي دغسې د چورلكې عملياتو كښې د نورو 5 نه 6 ترهه ګرو د وژلو اطلاعات هم ترلاسه شوي۔ د سكيورټي ذريعو له مخې 5 جولائي راهېسې راروان آپريشن شعبان او نور انټيلي جنس بېسډ آپريشنز كښې تر اوسه په مجموعي توګه 75 ترهه ګر وژلي شوي۔ سكيورټي ذريعو د دې عزم څرګندونه كړي چې ترهه ګر ختمولو او سيمه كښې امن و استحكام لپاره به كارروائي روانې ساتلې شي۔










