د كرك او كوهاټ پوليس ګډه كارروائي ٬ 4 ترهګر ووژل شول

  پېښور ۔ 10 جولائی (اے پی پی) کرک او کوهاټ پولیس ګډه كارروائي كولو سره 4 ترهګر وژلې دي۔ د كرك پوليس وياند له مخې سهار نزدې 5 بجې د ترهګرو  د موجودګۍ په اطلاع کرک پولیس او کوهاټ پولیس په ګډه خټک ډیې، کرک۔کوهاټ بارډر سيمه كښې انټېلی جنس بېسډ آپرېشن وكړو۔ په دې مهال ترهګرو په پوليس ډزې پېل كړې۔ ځوابي كارروايۍ كښې د كمانډر زاهد ګروپ …

 

پېښور ۔ 10 جولائی (اے پی پی) کرک او کوهاټ پولیس ګډه كارروائي كولو سره 4 ترهګر وژلې دي۔ د كرك پوليس وياند له مخې سهار نزدې 5 بجې د ترهګرو  د موجودګۍ په اطلاع کرک پولیس او کوهاټ پولیس په ګډه خټک ډیې، کرک۔کوهاټ بارډر سيمه كښې انټېلی جنس بېسډ آپرېشن وكړو۔ په دې مهال ترهګرو په پوليس ډزې پېل كړې۔ ځوابي كارروايۍ كښې د كمانډر زاهد ګروپ 4 ترهګر ووژل شول۔ دا خبره دې ياده وي چې دا ترهګر ګروپ د اېس اېچ او  تھاڼه بانډہ عمر نواز ضلع کرک او انسپکټر طاهر نواز ضلع کوهاټ او ډی اېس پی اسد محمود، سب انسپکټر انار ګل او نورو پوليس افسرانو او ځوانانو په شهادت كښې ككړ دے۔ پوليس سيمه محاصره كړه او د لټون عمليات يۍ پېل كړل۔