پاکستان كښې تل پاتي امن له يووالي ته اړتيا ده:حافظ طاهر اشرفي

  پېښور 09 جولائي (اے پي پي) د پاکستان علماء کونسل چيئرمين حافظ طاهر اشرفي وئيلي دي چې د پاكستان په آئين عملدرامد كول د وخت اهمه تقاضا ده او دا آئين په ډېرې خوارۍ جوړ شوے دے هسې نه دې جوړ، دې هېواد اسلام او مسلمانانو لپاره ډېرې قربانۍ وركړې دي، نن چې هېواد څنګه دے، 78 كاله وړاندې كله داسې نه ٶ، پاك پروردګار د  پوځ په مرسته …

 

پېښور 09 جولائي (اے پي پي) د پاکستان علماء کونسل چيئرمين حافظ طاهر اشرفي وئيلي دي چې د پاكستان په آئين عملدرامد كول د وخت اهمه تقاضا ده او دا آئين په ډېرې خوارۍ جوړ شوے دے هسې نه دې جوړ، دې هېواد اسلام او مسلمانانو لپاره ډېرې قربانۍ وركړې دي، نن چې هېواد څنګه دے، 78 كاله وړاندې كله داسې نه ٶ، پاك پروردګار د  پوځ په مرسته د هند په ضد فتح نصيب كړه، نړۍ نن اسلام آباد “لېنډ آف پيس” بولي، د فيلډ مارشل  په مشرۍ كښې نړيوال جنګ څخه نړۍ بچ شوه۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پېښور په پرېس كلب كښې د زيارت په ورځ د پريس کنفرنس په مهال وكړه۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا چيف خطيب مولانا طيب قريشي او مولانا روح اے مدني، د جميعت علمائے اسلام سميع الحق ګروپ سيد يوسف شاه، مولانا شعيب او ډاکټر شمس الرحمن شمس هم موجود ٶ۔ حافظ طاهر اشرفي ووئيل څومره ورځې چې په ايران كښې جنګ ٶ، د مسجدِ اقصیٰ دروازې بندې وې۔ ده ووئيل چې په تاريخ كښې وړومبي ځل داسې وشول چې نه په اختر كښې لمونځ شوې او نه په روژه كښې، ده ووئيل چې مونږ له به يو موټې پاتې كېدل وي۔ په دې موقع د بلوچستان شهيدانو او د هېواد نورو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو لپاره دعا هم وكړې شوه۔ د پرېس کنفرنس په پايه كښې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو شهيد شوې اهلكارو او عامو وګړو سره سره د هېواد پرمختګ لپاره خصوصي دعاګانې هم وشوې۔

مزید خبریں