کوئټه 08 جولائي (اے پي پي) د نيشنل پارټي مرکزي صدر او د بلوچستان پخواني وزيراعليٰ ډاکټرعبدالمالک بلوچ سره د نيشنل پارټۍ د ضلع قلات صدر کامريډ ظهور بلوچ، جنرل سيکرټري عبدالرحمان، د قلات تحصيل صدر محمد عارف قلندراني او د تحصيل جنرل سيکرټري عبدالحفيظ مينګل وليدل٬ په دې موقع د نيشنل پارټۍ مرکزي ليبر سيکرټري داد محمد بلوچ هم موجود ٶ۔ د نيشنل پارټۍ وياند له مخې د …
نيشنل پارټي په اولسي خدمت، جمهوري اقدارو او په سياسي هلو ځلو باور لري۔ ډاکټرعبدالمالک بلوچ
کوئټه 08 جولائي (اے پي پي) د نيشنل پارټي مرکزي صدر او د بلوچستان پخواني وزيراعليٰ ډاکټرعبدالمالک بلوچ سره د نيشنل پارټۍ د ضلع قلات صدر کامريډ ظهور بلوچ، جنرل سيکرټري عبدالرحمان، د قلات تحصيل صدر محمد عارف قلندراني او د تحصيل جنرل سيکرټري عبدالحفيظ مينګل وليدل٬ په دې موقع د نيشنل پارټۍ مرکزي ليبر سيکرټري داد محمد بلوچ هم موجود ٶ۔ د نيشنل پارټۍ وياند له مخې د ملاقات په مهال د ضلع قلات په تنظيمي صورتحال، د ګوند په چارو او په اولسي مسئلو تفصيلي خبرې وشوې۔ ډاکټر عبدالمالک بلوچ ووئېل نيشنل پارټي په اولسي خدمت، جمهوري اقدارو او په سياسي هلو ځلو باور لري ٬ د نيشنل پارټي تنظيم دې لا فعاله كړې شي او اولس سره مضبوط روابط دې لا زيات كړے شي۔











