د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل هنه اوړك كښې د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه

  كوئټه 06 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل تېره شپه هنه اوړك كښې د شوي ترهه ګرۍ بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره وئېلي دي  ترهه ګرۍ او تخريب كارۍ كښې  د ككړو عناصرو په ضد فيصله كن كاروائي د وخت مهم ضرورت دے۔ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې د بلوچستان ګورنر په ټولو قانون نافذ كونكو ادارو زور راوړو چې هغوي د …

 

كوئټه 06 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل تېره شپه هنه اوړك كښې د شوي ترهه ګرۍ بريد په سختو ټكو غندنې كولو سره وئېلي دي  ترهه ګرۍ او تخريب كارۍ كښې  د ككړو عناصرو په ضد فيصله كن كاروائي د وخت مهم ضرورت دے۔ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې د بلوچستان ګورنر په ټولو قانون نافذ كونكو ادارو زور راوړو چې هغوي د ترهه ګرو او  ورانكارو  خاتمې لپاره مربوط٬موثر او كوټلې اقدامات وكړي دغسې چې د اولس د ځان او مال تحفظ په صورت باوري كړے شي۔ده ووئيل  د خپلو وګړو د ځان او مال تحفظ او امن او امان  د حكومت وړومبې ذمه واري ده۔ګورنر جعفر خان مندوخيل بريد كښې د ځايې قبائېلي كسانو په شهادت د غم او دړد څرګندونې كولو سره  د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او د يو والي څرګندونه وكړه ۔

مزید خبریں