ګلګت 06 جولائي (اے پي پي) د ګلګت بلتستان نوي ټاكلي شوي وزيرِاعلیٰ امجد حسين ايډووکيټ د خپلي چوكۍ سوګند پورته كړو۔د ګل په ورځ د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه چنار باغ ګلګت كښې په يوه دستوره كښې هغه څخه سوګند واخست۔د سوګند پورته كولو دستوره كښې د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري،د پاکستان پيپلز پارټۍ اعلیٰ صوبائي قيادت، د کابينې غړو ، اعلیٰ سرکاري …
امجد حسين ايډووکيټ د ګلګت بلتستان وزيرِاعلیٰ په حيث سوګند پورته كړو

مزید خبریں
ګلګت 06 جولائي (اے پي پي) د ګلګت بلتستان نوي ټاكلي شوي وزيرِاعلیٰ امجد حسين ايډووکيټ د خپلي چوكۍ سوګند پورته كړو۔د ګل په ورځ د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه چنار باغ ګلګت كښې په يوه دستوره كښې هغه څخه سوګند واخست۔د سوګند پورته كولو دستوره كښې د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري،د پاکستان پيپلز پارټۍ اعلیٰ صوبائي قيادت، د کابينې غړو ، اعلیٰ سرکاري چارواكو ، ټاكلے اولسي استازو،د ګوند كاركنانو او د ژوند بيلو څانګو سره تعلق لرونكو شخصيات په ګڼ شمير ګډون وكړو۔د سوګند پورته كولو نه پړس دستوري ته وينا كښې وزيرِاعلیٰ امجد حسين ايډووکيټ ووئيل زمونږ حكومت به اولسي خدمت، سپېځلتيا، ميرټ او ښس واكمنې ته پام لرنه كوي۔هغه اعلان وكړو چې ګلګت بلتستان كښې د بجلۍ روانو منصوبو به هره ورځ مانيټرنګ کولې شي دغسې چې ټولي منصوبې په مقرره وخت كښې بشپړي شي او اولس ته د بجلۍ وركولو كښې ستونزې ختمې كړې شي۔هغه ووئيل حکومت به مالي نظم و ضبط باوري كوي، ريونيو به زياتولې شي او د سرکاري وسائل مؤثر استعمال ته به پام لرنه كولې شي۔امجد حسين ايډووکيټ ووئيل سرکاري ادارو كښې به په ميرټ اډانه پاليسۍ په هر صورت نافذولې شي او ټولي پريكړي به په سيځلي ډول كولې شي۔ وزيرِاعلیٰ اعلان وكړو چې حکومت به په بيلو څانګو كښې 8 زره نوي چوكۍ راپيدا كوي چې ورسره به ځوانانو ته د روزګار ښې موقعې ترلاسه شي۔ وزيرِاعلیٰ ووئيل حكومت به اولسي هيلې تر سره كولو، د پرمختيائي منصوبو په وخت بشپړولو، د ګډ ګورننس ودې او ګلګت بلتستان د پرمختګ او سوكالۍ پلو روانولو له ټول وسائل كاروي۔











