پاكستان كښې د جمهوري اقدارو ٬ د آئين د سرلوړۍ او د اولس د حكمرانۍ حق به په هر قيمت تحفظ كولے شي: فېصل كريم كنډي

پېښور۔ 05 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي 5 جولائی 1977 د پاكستان د جمهوري تاريخ يوه توره ورځ ګرځولو سره وئيلي دي چې په دې ورځ يو ټاكلے شوے حكومت له منځه وړولو سره آئين ٬ جمهوريت او اولسي مېنډېټ ته زيان ورسولے شو۔ د ګورنر پبلک ریلېشنز آفیسر لخوا په جاري شوي بيان كښې ګورنر ووئيل چې دا ورځ هر كال د تورې …

پېښور۔ 05 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي 5 جولائی 1977 د پاكستان د جمهوري تاريخ يوه توره ورځ ګرځولو سره وئيلي دي چې په دې ورځ يو ټاكلے شوے حكومت له منځه وړولو سره آئين ٬ جمهوريت او اولسي مېنډېټ ته زيان ورسولے شو۔ د ګورنر پبلک ریلېشنز آفیسر لخوا په جاري شوي بيان كښې ګورنر ووئيل چې دا ورځ هر كال د تورې ورځې په توګه د دے عزم د پخلي ورځ ده چې په پاكستان كښې د جمهوري اقدارو ٬ د آئين د سرلوړۍ او د اولس د حكمرانۍ حق به په هر قيمت تحفظ كولے شي۔ فېصل کریم کنډی ووئيل شهيد ذوالفقار علي بھټو پاكستان ته متفقه آئين ٬ مضبوطه خارجه پالېسي او اولسي شعور وركړو۔ ددې په مقابله كښې آمريت د هېواد جمهوري ارتقا ته سخت زيان ورسولو۔ ده ووئيل پي پي پي په هر دور كښې د آمريت په ضد ستړې كړي دي او د جمهوريت بحالۍ لپاره يۍ بې شمېرې قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل د محترمې بېنظير بھټو د شهادت په موقعه صدر زرداري د پاكستان كھپے تاريخي نعره پورته كړه۔ ده ووئيل بلاول بھټو زرداری د جمهوريت سرلورۍ او اولسي ترقۍ له په جمهوري استحكام او جمهوريت غوره انتقام باور لرلو سره پرله پسې ستړې كوي۔ ده د دے عزم څرګندونه وكړه چې د ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداری په مشرۍ كښې به د آئين سرلوړۍ ٬ د جمهوريت استحكام او د اولس د بنيادي حقونو  تحفظ له به هڅې روانې ساتلې شي۔